د ایران اسلامی جمهوریت له پلاوی سره د کرنې وزیر کتنه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۴ - ۹:۱۰
د ایران اسلامی جمهوریت له پلاوی سره د کرنې وزیر کتنه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د ایران اسلامي جمهوریت د حکومت له پلاوي سره چې کابل ته راغلی دی، د خپل کار په دفتر کې وکتل.
د ایران اسلامي جمهوریت د پلاوي په ترکیب کې د ایران د کرنې جهاد وزارت مرستیال علي رضا مهاجر، د کرنې جهاد مرستیال سید مجتبی نوروزي، د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړی استازی کاظمي قمي، د ایران د بوټو ساتنې ادارې چارسمبالې مریم جلیلي، د خصوصي سکټور استازو او په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت دیپلوماتانو حضور درلود.
د غونډې په پيل کې د ايران دکرنې جهاد  مرستيال عليرضا مهاجر خبرې وکړې او ويې ويل: "د کرنې وزارت له تخنيکي پلاوي سره مو د درې ورځني  خبرو په ترڅ کې د خصوصي سکتور، د بوټو ساتنې او مالدارۍ په اړه خبرې وکړې او هوکړې ته ورسېدو چې موږ به له افغانستان سره په ګډه کار وکړو او موږ هیله لرو چې عملي کارونه به ژر تر ژره پیل شي."
هغه زیاته کړه: "د تجربو او پوهې د لېږد، د کرنې د کادرونو د روزنې، د اوبو لګولو، کرنې، د صنعتي بوټو د کښت، وریجو، پنبې، صنعتي بوټو، ګني، مالدارۍ، د کرنیزو تکنالوژیو د انتقال، د ګډو نندارتونونو جوړول، د زېربنایي کارونو او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو په اړه مو خبرې وکړې او هوکړې ته ورسېدو."
 په همدې حال کې د افغانستان د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري هیله څرګنده کړه، چې دغه سفر به د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخو کې د ایران د اسلامي جمهوریت او اسلامي امارت ترمنځ د ګډ کار او بار یوه نوې پاڼه پرانیزي او دواړه مسلمان ملتونه  وکولای شي د خپل هېواد د پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړي.
د کرنې وزیر څرګنده کړه: "ستاسو له سفر څخه ډېر خوښ یو، هیله لرو چې دا سفر به د راتلونکو ګامونو او ګډ کار لپاره نوې دروازې پرانیزي، افغانستان همکارۍ ته اړتیا لري او ښه بنسټونه لري چې کار پرې وشي. د انقلاب په کلونو کې، ډېرې ستونزې وې په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو څخه د ناروغیو د خپریدو له امله ډېر زيانونه رامنځته او څاروي یې وژلي دي، اوس چې تاسو د وزارت د بېلابېلو څانګو له متخصصینو سره غونډې کړي دی، موږ کولی شو راتلونکی ګډ کار پرمخ بوځو."
د يادونې وړ ده، چې ايراني پلاوى درې ورځې وړاندې د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له چارواکو سره د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په بېلابېلو سکتورونو کې د ګډ کار د پيل او خبرو اترو په موخه کابل ته راغلى و او ټاکل شوې ده، چې دغه پلاوى به د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له چارواکو سره په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل، چې پر اساس به یې په راتلونکو ورځو کې د عملي کار بهیر پیل شي.

دیدار وزیر زراعت با هیئت جمهوری اسلامی ایران

مولوی عطاءالله‌ عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با هیئت دولت جمهوری اسلامی ایران که به کابل آمده اند در دفتر کارش دیدار کرد. 
در ترکیب هیئت جمهوری اسلامی ایران علیرضا مهاجر معاون وزارت جهاد کشاورزی، سید مجتبی نوروزی معاون وزارت جهاد کشاورزی، کاظمی قمی نماینده خاص ایران در امور افغانستان، مریم جلیلی مقدم سرپرست سازمان حفط نباتات ایران، نماینده‌گان سکتور خصوصی و دیپلوماتان سفارت جمهوری اسلامی ایران مقیم کابل حضور داشتند.
در آغاز مجلس علیرضا مهاجر معاون وزارت جهاد کشورزی ایران صحبت نموده اظهار داشت:"در جریان سه روز اقامت و گفتگوی ما با هیئت تخنیکی وزارت زراعت پیرامون  سکتور خصوصی، حفاظه نباتات و مالداری صحبت نموده و به تفاهم رسیدیم که با افغانستان کار مشترک نمائیم و امید واریم که هرچه زودتر کارهای عملی آغاز گردد".
وی افزود:" پیرامون انتقال تجارب و دانش، آموزش کادرهای زراعت، کار مشترک در بخش آبیاری، زراعت، کشت نباتات صنعتی، دانه‌های روغنی، برنج، پنبه، گیاهان صنعتی، نیشکر، مالداری، انتقال تکنالوژی‌های زراعتی، راه‌اندازی نمایشگاه‌های مشترک، کارهای زیربنایی و صادرات و واردات محصولات زراعتی صحبت کرده و  به تفاهم رسیدیم".
سپس مولوی عطاءالله‌ عمری وزیر زراعت افغانستان دراین دیدار اظهار امیدواری کرد که این سفر صفحه جدیدی را در کار و بار مشترک در بخش زراعت، مالداری و آبیاری میان جمهوری اسلامی ایران و امارت اسلامی باز کند و دو ملت مسلمان بتوانند کارهای مشترک برای پیشرفت مملکت شان انجام دهند.
وزیر زراعت اظهار داشت:" از سفر شما خیلی خرسندیم، آرزو داریم که این سفر دریچه‌های نو را باز کند برای گام‌ها و کارهای مشترک بعدی، افغانستان نیازمند همکاری می‌باشد و بسترهای خوبی دارد که می‌تواند روی آن کار صورت گیرد، در سال‌های انقلاب مشکلات زیادی را سپری نموده به خصوص از ناحیه سرایت امراض از کشورهای همسایه بسیار آسیب دیده و حیوانات را تلف داده است، حالا که شما با متخصصان بخش‌های مختلف وزارت نشستین و صحبت نمودین می‌توانیم کارهای مشترک بعدی را یک‌ جای پیش ببریم".
قابل ذکر است که هیئت ایرانی سه روز پیش به منظور گفتگو و آغاز کار مشترک در بخش‌های مختلف سکتور زراعت، مالداری و آبیاری با مسوولان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری افغانستان به کابل آمده ‌اند و قرار است هیئت متذکره تفاهمنامه‌های همکار را در بخش های مختلف زراعت، آبیاری و مالداری با مسوولان وزارت زراعت به امضا برسانند که بر اساس آن روند کارهای عملی در روزهای آینده آغاز گردد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۵:۵
Background image

د ننګرهار درېیو ولسوالیو کې ۲۶۰ بېوزله کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا په موخه خوسۍ ووېشل شوې

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ډاکار خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او  ډانېډا په ۶.۵ میلیونه افغانیو مالي لګښت. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۴:۵۴
Background image

د ننګرهار دکرنې رییس؛ تردې وروسته به د کرنې په سکتور کې د اړتیا په اساس پروژې ډیزاین او پلي کېږي

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د اقتصاد رییس مولوي عطاالرحمن فاتح او ورسره مل پلاوي د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن سره د کرنې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۳:۵۱
Background image

د پکتیکا د کرنې ریاست تخنیکي ټیم د هلتو مؤسسې له فعالیتونو څخه څارنه وکړه

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تخنیکي ټیم برمل او ګیان ولسوالیو کې د هلتو مؤسسې له فعالیتونو څخه څارنه وکړه او د یادې مؤسسې. . .

بازگشت