د ننګرهار کانال شرکت کې تفریحي پارک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۱۲:۳۴
د ننګرهار کانال شرکت کې تفریحي پارک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۲ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې د ملګرو ملتونو د پروژې خدمتونو دفتر په همکارۍ د ۱۲ میلیونه افغایو په لګښت ددې شرکت اړوند په اوه جریبه ځمکه کې تفریحي پارک جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د ننګرهار کانال شرکت د کرنیزو چارو مسوول انجنیر محمدجمیل خوشحال وویل، چې دغه پارک د کانال شرکت د پنځم فارم په ځمکه، کابل کیمپ د شهیدانو مېنې روغتون مخې ته  جوړ شوی دی.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار کانال شرکت د کرنیزو چارو مسوول انجنیر محمد جمیل خوشحال، ددغه شرکت د املاکو امريت او یوشمېر نورو چارواکو ګډون درلود.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۱۰
Background image

لوګر ولایت ته د کرنې وزارت د اوبولګولو د مرستیال سفر او د ځنګلونو د ساتنې کمېټې سره یې لیدنه


۷ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت د ځنګلونو د ساتنې د کمیټې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۵
Background image

کندهار کې د ځان بسیاینې زرغون انقلاب نړۍوال کنفرانس لومړۍ ورځ پای ته ورسېد

د کرنې وزارت په همکارۍ، او د کابل پوهنتون له لوري د کندهار په اناستو پوهنتون کې د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره زرغون انقلاب تر سرلیک لاندې لومړۍ نړۍواله کنفرانس ترسره شو، چې د لومړۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۵:۴۲
Background image

د کابل په پغمان ولسوالی کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه


۶ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
دکابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسلکي کارکوونکو له خوا، ددې لپاره چې په دې ولایت کې د بې کیفیته درملو مخنیوی ترسره شي، د یاد. . .

بازگشت