د ننګرهار کانال شرکت په ۷۵ جریبه ځمکه د مالټې بڼونه جوړېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۱۲:۲۹
د ننګرهار کانال شرکت په ۷۵ جریبه ځمکه د مالټې بڼونه جوړېږي

۲۲ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي ایي، چې له کابو څلورو لسیزو وروسته د ننګرهارکانال شرکت د هډې فارم اړوند لومړی بلاک په شاوخوا ۷۵ جریبه ځمکه کې د مالټې بڼونه جوړېږي.
 د چارواکو په خبره دغه بڼونه د خصوصي سکټور لهخوا جوړېږي، چې د بڼونو د رغولو چارې یې عملا پیل شوي دي.
 د ننګرهارکانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم وویل: «په دې وروستیو کې مو د کانال پرزرګونه جریبه ځمکه کې د مالټې بڼونه جوړ کړي دي، چې له برکته  به يې په راتلونکي کلونو کې د درنو ننګرهاریانو د مالټو اړتیا تر ډېره زیاته برېده پوره او د پردیو له اختیاجه به خلاص شو.»
ښاغلی کظیم زیاته کړه: «د ننګرهارهوا د ستروسو بڼونو پالنې ته خورا مساعده ده او د همدې امله پر کانال ادارې سربېره ددې شرکت په ځمکه خصوصي سکتور، او ددې ولایت ځمکوالو هم پر زرګونو جریبه د مالټو او ستروسو بڼونه جوړ کړي دي، چې دې چارې د هېوادوالو په اقتصادي رغونه کې مثبت رول ادا کړی، چې دا یو ښه زیرې دی.»
د ننګرهار دستروسو حاصلات چې  دلوړ کیفیت لرونکي دي پر پلازمېنه کابل سربېره دهېواد نورو ولایتونو ته هم صادرېږي، ګڼ مینه وال لري او هرکال يې بازار تود وي .

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت