د ننګرهار شینوارو کې د بې کیفیته استراګانو دمخنیوي په پار هڅې
۲۲ کب ۱۴۰۲ه.ش
۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په لارښونه ددې ریاست د مالدارۍ امریت د مالدارۍ ترویج لوی مدیر داکتر عبدالهادي بابري، مصنوعي القاح مسؤل په ګډون د شینوارو ولسوالی مالدارۍ ترویج مدیر داکتر نعمت الله داستراګانو کیفیت معلومولو او نورو برخو کې د ښه والې په موخه هلې ځلې پیل کړي دي.
د ننګرهار د کرنې ییس مولوي عبدالستار محمد وویل دمالدارۍ امریت ګډ پلاوی استراګانو کیفیت معلومولو،کانټینرو کنټرول، حفظ الصحې، تقلبي، قاچاقي او بي کیفیته استراګانو کنترول په موخه څارنه پیل کړې ده.
د ننګرهار دکرنې رییس وویل، چې دوی هڅه کوي یاد کمپاین د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې پلي کړي؛ چې په پایله کې به یې باکیفیته او غوره نسلونو لرونکي استراګاني تطبیق شي، ترڅو مالداران په راتلونکي کې د خپلو مالونو څخه باکیفیته او د زیات محصول ورکونکي نسلونه ترلاسه او پدي سره به په کلیوالې کچه دمالدارانو اقتصاد پیاوړي شي.
دغه راز استراګانو خرڅوونکو او تطبیق کوونکو ته د غوره او ښو استراګانو تطبیق او د بې کیفیته او تقلبي استراګانو د نه تطبیق سپارښتنې وشوې.