د کندز خان آباد کې لسګونو مالدارانو سره د څارویو دخوراکي توکو او پرازیت ضد درملو مرستې وشوې

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۱۱:۴۶
د کندز خان آباد کې لسګونو مالدارانو سره د څارویو دخوراکي توکو او پرازیت ضد درملو مرستې وشوې

دکندز ولایت په خان آباد ولسوالی کې پر هغو ۵۰ بې وزلو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي او دپرازیت ضد شربتونه ووېشل شول، چې د کرنې ریاست سره په همغږۍ د اکتید موسسې له خوا سروې او پېژندل شوي وو.
دغه مرستې دکندز دکرنې رياست په همغږۍ د اکتید دفتر له خوا په ۵۰ اړمنو کورنيو وېشل شوي دي.
ددې مرستې په لړ کې هر مالدار ته دوه سوه کيلو ګرامه کنجاره،  او ۲۰۰۰ سي سي د پرازيت ضد شربت د کند د کرنیزو چارو مدیریت استازي او د يادې ادارې مسوولينو په حضور کې ورکړل شوي دي.
دغه راز یادو مالدارانو ته د کندز دکرنې ریاست د کارکوونکو له خوا د یادو توکو د کارونې د څرنګوالي په اړه لازمې لارښوونې هم وشوې.
د څارویو د خوراکي توکو د وېش موخه د مالدارو ملاتړ، د اقتصادي کچې لوړول او د هغوی پر ځان بسیا کول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت