د ننګرهار کانال شرکت په نږدې درې زره جریبه ځمکه کې د مالټې بڼونه جوړېږي

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۱۵:۱
د ننګرهار کانال شرکت په نږدې درې زره جریبه ځمکه کې د مالټې بڼونه جوړېږي


۲۰ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې شرکت اړوند په نږدې درې زره جریبه ځمکه کې دمالټې بڼونه جوړولو په پار هلې ځلې پیل شوي دي، چې په نږدې راتلونکي کې به یې چارې پیل شي.
د مالټې یاد بڼونه د خصوصي سکټور په همکارۍ جوړېږي، چې ورسره لسګونو کسانو ته په نېغه او سلګونو نورو کسانو ته په نا نېغه ډول د کار زمینه برابرېږي.
د چارواکو په خبره د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې د ننګرهار کانال شرکت په سلګونه جریبه ځمکه کې د مالټو نوې بڼونه جوړ شوي دي، چې ورسره په دې ولایت کې د سټرویو د حاصلاتو کچه هم زیاته شوې ده.
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم وویل، چې ددې شرکت اړوندو سیمو کې تر دې دمه ۱۸ زره او ۲۰۰ جریبه د مالټې بڼونه جوړو شوي دي، چې په نږدې راتلونکې کې به د دغو بڼونو شمېر ۲۰ زره جریبو ته ورسېږي.
د مالټې د دغو بڼونو جوړولو موخه هېواد د سټروسو مېوو له اړخه پر ځان بسیا کول او په ټوله کې د سټروسو بڼونو ترویج او خلکو ته د کار زمینه برابرول دي.
د افغانستان ختیځ ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونه مدیتراني اقلیم او د مالټو، نارنج او لیمو بڼونو لپاره مناسبه هوا لري، چې هر کال له یادو ولایتونو څخه په زرګونه ټنه د سټرسو حاصلات راټولېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت