د مراجعینو د ستونزو د حل په پار دکرنې وزیر هڅې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۹ - ۱۰:۳۴
د مراجعینو د ستونزو د حل په پار دکرنې وزیر هڅې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو د حل په موخه د خپل کار په دفتر کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو له لسګونو اوسېدونکو سره وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
په دغو کتنو کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو خپلې ستونزې، وړاندیزونه، غوښتنې او کاري ستونزې د کرنې له وزیر سره شریکې کړې او د کرنې وزارت د همکارۍ غوښتونکي شول.
کرنې وزارت ته د بېلابېلو ولایتونو راغلیو اوسېدونکو سره د کتنې په ترڅ کې مولوي عطاء الله عمري بزګرانو او مالدارانو ته د چوپړتیاوو وړاندې کولو په پار دکرنې وزارت پر ژمنتیا خبرې وکړې.
نوموړي دغه راز د مراجعينو د ستونزو د حل په موخه اړوندو کاري څانګو ته لازمې سپارښتنې وکړې او له اړوندو مسوولينو يې وغوښتل، چې د مراجعينو لپاره لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

تلاش‌های وزیر زراعت جهت حل مشکلات مراجعین 
مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری به منظور حل مشکلات دهقانان و مالداران در دفتر کارش با ده‌ها تن از باشنده‌گان ولایت‌های مختلف کشور دیدار نموده و مشکلات شان را استماع نمود.
در این دیدارها باشنده‌گان ولایت‌های مختلف کشور مشکلات، پیشنهادات، عرایض و موضوعات کاری شان را با وزیر زراعت در میان گذاشته و خواستار همکاری وزارت زراعت شدند .
مولوی عطاءالله‌ عمری در جریان دیدار با باشنده‌گان ولایت‌های مختلف که به وزارت زراعت آمده بودند از تعهد وزارت زراعت جهت خدمت رسانی به دهقانان و مالدارن سخن زد.
 وی همچنان هدایات لازم را جهت حل مشکلات مراجعین به بخش‌های کاری مربوطه سپرده و از مسوولان زیربط خواست که سهولت‌های لازم را برای مراجعین به وجود بیاورند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۴:۵۳
Background image

سرپل ولایت ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۹وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا د لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر په مشرۍ، د وزارت د مقام د سلاکارانو میرویس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د هلمند نهرسراج ولسوالی کې لسګونه بزګران وروزل شول

۱۹وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند د بوټو ساتنې عمومي مدیریت له لوري د نباتي ناروغیو د مخنیوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

د کرنې وزارت لخوا ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

۱۹وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش ریاست د ځمکو د. . .

بازگشت