د لغمان الینګار کې پر یوشمېر بزګرانو کرنیز توکي ووېشل شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۷ - ۱۱:۵۵
د لغمان الینګار کې پر یوشمېر بزګرانو کرنیز توکي ووېشل شوې

۱۷ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
لغمان کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ډاکار خیریه مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د الینګار په ولسوالی کې پر یوشمېر بزګرانو د سبو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې  او حشره وژونکي درمل وېشلي دي.
د لغمان دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې مرستې په ترڅ کې پر هر بزګر د لوبیا ۱۴ کیلوګرامه اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره، ۲۵ کیلوګرامه توره سره او ۴۰۰ سي سي حشره وژونکي درمل وېشل شوي او ترڅنګ یې په یادو برخو کې دوی ته روزنه هم ورکړل شوې ده.
ددې مرستې موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې د کروندو د حاصلاتو زیاتوالی له لارې د بزګرانو عوایدو زیاتولو ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت