میدان وردګو کې سلګونو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه
١۶ کب ۱۴۰۲ه.ش
٢۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي ادارې په مالي او د افغانستان راتلونکي نسلونو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت جلریز ولسوالی کې پر ۱۲۰۰ کورنیو نغدې پیسې وېشلي دي.
د چارواکو په خبره ددې مرستې په لړ کې هرې کورنۍ ته ۵۶۲۴ افغانۍ ورکړل شوي دي، چې دا ددغو مرستو دویم او درېیم پړاو دی.
ددې مرستې موخه د بېوزله کورنیو ملاتړ، د دوی کورنیو د خوړو خوندیتوب او په ټوله کې د بېوزلۍ کچې ټیټول دي.