د کانال شرکت په سلګونه جریبه ځمکه کې اصلاح شوي غنم کرل شوي
١۶ کب ۱۴۰۲ه.ش
٢۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه.ق
د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې ددې شرکت اړوند په څلور ګونو فارمونو کې په نږدې سلګونه جریبه ځمکه کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه کرل شوي دي.
د ننګرهارکانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم د هډې فارم د غنمو له کروندو څخه د لیدنې پر مهال وویل، چې یوازې د هډې څلورم فارم په ۵۴۶ جریبه ځمکه کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه کرل شوی دي هغه زیاته کړه: «د کانال شرکت د څلورګونو فارمونو په نږدې دوه زره او ۲۰۰ جریبه ځمکه کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه کرل شوي، چې د غنمو د حاصلاتو په زیاتوالي کې به رغنده رول ولوبوي.»
اصلاح شوي تخمونه د سیمه ییزو او غیر اصلاح شویو تخمونو په پرتله څو سلنه لوړ حاصلات ورکوي چې تر څنګ یې د نباتي ناروغیو په مقابل کې هم زیات مقاومت لري.