پکتیکا ولایت کې له سېلاب ځپلو سره مرستې پیل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۱۳:۶
پکتیکا ولایت کې له سېلاب ځپلو سره مرستې پیل شوې

۱۴ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایی، چې ددې ولایت والي الحاج مولوي عبدالخالق عابد په مشرۍ د سېلابونو له امله د زیانمن شويو کورنیو سره د مرستې په موخه د اضطرار کمېټې غونډه دائره شوه. یاده غونډه کې د ولايت مقام د دفتر رییس انجنیر نسيم الله مصمم تر څنګ د هغو ریاستونو رییسانو برخه اخیستې وه، چې په کمېټه کې ګډونوال دي.
 د پکتيکا ولايت والي الحاج مولوي عبدالخالق عابد  په خپلو خبرو کې وویل: «ټول باید په پوره اخلاص او مېړانه له شته وسائلو او امکاناتو څخه کار واخلو، ترڅو په بېړنیو حالاتو کي د سېلاب ځپلو هېوادوالو لاسنیوی وکړو.»
 ښاغلي عابد پر ټولو ګډونوالو غږ وکړ چې خپل خدمت ته متوجه شي او په ټولو برخو کي ښه خدمات تر سره کړي.
دغونډې ګډونوالو خپل نظرونه شریک کړل او هوډ یې څرګند کړ چې خپل اخلاص او توان به ونه سپموي.
په دې غونډه کې دغه راز زیانمنو کورنیو سره د مرستې رسونې په پار لازمې پرې کړې هم وشوې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت