مالدارانو څارویو لپاره د وښو برابرولو په پار ولایتي کمېټو ته اړینې پیسې ولېږدول شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۱۰:۵۲
مالدارانو څارویو لپاره د وښو برابرولو په پار ولایتي کمېټو ته اړینې پیسې ولېږدول شوې

۱۴ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزراء له خوا جوړه شوې مرکزي کمېټه، چې د متضرر شوی خلکو او د مالدارانو ستونزو ته د رسېدنې او د هغو مالدارانو څارویو ته د وښو برابرولو په پار چې د واورې ورښت له وجې یې څاروي د علوفې له نه شتون سره مخ دي، د دغو مالدارانو د ستونزو هوارولو په پار اړینې پیسې ولایتي کمېټو ته لېږدول شوي دي.
د مالدارانو له خوا د دوی څارویو لپاره د وښو د نشتون تر شکایت وروسته، دکرنې وزارت دمالدارانو ستونزو ته د رسېدنې او د دوی څارویو ته د وښو برابرولو په موخه ریاست الوزراء ته یوه وړاندیز وړاندې کړه، چې د ریاست الوزراء له خوا ومنل شوه.
په همدې موخه د رییس الوزراء له خوا د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په مشرۍ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد اسماعیل غزنوي او د اقتصاد وزارت مرستیال محمد عالم جمیل په شتون کې په مرکز کې  يوه کمېټه او یوه یوه  کمېټه د ولایت په کچه چې په کې مالداران زیانمن شوي دی د والي په مشرۍ وټاکل شوه، ترڅو د هغو ولایتونو د اوسیدونکو د ستونزو حل کول چې د واورې ورښت له امله اغیزمن شوي دي  او د هغو مالدارانو ستونزې ته رسېدنه وکړي، چې د واورې ورښت له وجې خپلو څارویو لپاره اړین واښه نه لري. په لومړي ګام کې د مالدارانو د ستونزو د ژر حل په موخه ۵۰ میلیونه افغانۍ مرکزي کمیټې ته وسپارل شوې، چې مرکزي کمېټه یې د مدیریت او هغو ولایتونو ته یې د وېش دنده په غاړه درلوده، چې په کې مالداران زیانمن شوي وو، مرکزي کمېټه دوی ته سپارل شوې پیسې ولایتونو ته انتقال کړل.
ولایتي کمېټې عملا خپلې چارې پیل کړې او د مالدارانو څارویو ته د خوراکي توکو چمتو کولو بهیر روانه ده، چې په یوشمېر ولایتونو کې مالدارانو ته د څارویو خوراکي توکي رسېدلي دي او په جدي توګه هڅې روانې دي، چې نورو مالدارانو ته هم د څارویو خوراکي توکي چمتو شي.

پول لازم جهت تامین علوفه برای مواشی مالداران به کمیته‌های ولایتی انتقال داد شد
۱۴ حوت ۱۴۰۲ ه‍.ش
کمیته مرکزی که از سوی رییس الوزرا امارت اسلامی افغانستان به منظور  رسیده گی به مردم متضرر شده، رسیدگی به مشکلات مالداران و تامین علوفه برای مالدارانی که به دلیل بارش برف مواشی شأن با نبود علوفه مواجه شده است به کمیته‌های ولایتی انتقال دادند.
پس از شکایت مالداران مبنی بر نداشتن علوفه برای مواشی شأن وزارت زراعت پیشنهادی را در جهت رسیدگی به مشکلات مالداران و تامین علوفه برای مالداران به ریاست الوزرا پیشکش کرد که پیشنهاد یاد شده از سوی ریاست الوزرا منظور گردید.
بر همین اساس از سوی رئیس الوزرا یک کمیته در مرکز به رهبری مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت با حضور مولوی محمد اسماعیل غزنوی معین وزارت امور سرحدات اقوام و قبایل و مولوی محمد عالم جمیل معین وزارت اقتصاد و همین گونه  یک یک کمیته در ولایت‌های که مالداران آن متضرر شده اند به رهبری والی آن ولایت به منظور رسیده‌گی به مشکلات باشنده گان ولایت های که به اثر ریزش بررف در مناطق دور افتاده گیر مانده اند و مالدارنی که به دلیل ریزش برف خوراکه لازم را برای مواشی شان ندارند تعین گردیده و در قدم نخست مبلغ ۵۰ میلیون افغانی را جهت رسیدگی عاجل به مشکلات مالداران به کمیته مرکزی سپرده شد که کمیته مرکزی مسولیت مدیریت و توزیع پول یاد شده را به ولایت‌های که مالداران در آن متضرر شدند به عهده داشتند، کمیته مرکزی پول سپرده شده را به ولایات انتقال دادند.
 کمیته‌های ولایتی کار خود را آغاز کردند و عملا روند رسیده گی به مردم متضرر شده و  تامین مواد خوراکه برای مالدارن جریان دارد که در برخی از ولایت‌ها علوفه برای مالدارن رسیده است و تلاش‌ها به گونه جدی جریان دارد تا به سایر مالدارن نیز علوفه تامین گردد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۴۴
Background image

پکتیکا کې د کرنې ریاست او همکارو مؤسسو تر منځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په تالار کې د همکارو مؤسسو تر منځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د پکتیکا د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۴۲
Background image

دهلمند د کرنې ریاست او د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې تر منځ د همکارۍ د پراخېدو په اړه بحث وشو

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیازمحمد وهاج د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (یو.ان.ډي.پي) د سهیل لویدیځ زون له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۳۷
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالیو کې پر ۲۰۰ مستحقو بزګرانو دغنمو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو د ودې او حاصلاتو د زیاتوالي په موخه، د صبریو او یعقوبیو ولسوالیو ۲۰۰ مستحقو. . .

بازگشت