د لغمان مرکز کې د څارویو او کرنیزو درملو مارکېټ پرانیستل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۴:۴۵
د لغمان مرکز کې د څارویو او کرنیزو درملو مارکېټ پرانیستل شو

۱۲ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
 دلغمان د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ ریاست په هڅو د مرکز مهترلام ښار اړوند د عمرزایو زړې هډې ترڅنګ د حیواني او کرنیزو درملو پلورلو مارکېټ دکرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن او یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو له خوا دپټۍ په پریکولو سره پرانیستل شو.
ددې مارکېټ په پرانیست غونډه کې د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن سربېره ، د ملي رادیو تلویزیون امر محمد طاهر صافی،د کرنې ریاست دکرنیزو چارو امر انجینر بریالي همدرد، د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر ډاکټر جوادالله عليزاده او ددغه مارکېټ د حیواني او کرنیزو درملو پلورونکو او ښاریانو برخه درلود.
په دې غونډه کې د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن په خپلو خبرو کې وویل: «مخکې به دغو درمل پلورونکو د مهترلام ښار په بېلابېلو ځایونو کې دمصاله جاتو او نورو خوراکه پلورونکو هټیوالو ترڅنګ درمل پلورل چې له امله به یې ددغو درملو او کیمیاوی توکو له وجې ښاریانو ته د روغتیا په برخه کې ګڼ شمېر ستونزې راولاړیدلې  چې اوس مهال ددې مارکېټ په پرانستلو سره به دغه ستونزې هوارې شي.»
 ښاغلی محسن دمهترلام په ښاریانو غږ وکړ چې د خپل اړتیا وړ د څارویو او کرنیز درمل له نوموړي مارکیټ څخه ترلاسه کړي.
په ورته مهال دلغمان ښاریان او درمل پلورنکي دکرنې ریاست دغه هڅې ستایي او مننه ورڅخه کوي چې د دوی لپاره یې په نوموړي مارکېټ کې دغه اسانتیاوې برابري کړي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت