د بشري منابعو ریاست دفترونو څخه د مالي او اداري مرستیال لیدنه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۰ - ۱۲:۷
د بشري منابعو ریاست دفترونو څخه د مالي او اداري مرستیال لیدنه

۱۰ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» د دغه مرستیالۍ ترچتر لاندې ریاستونو څخه د لیدنې په دوام د یاد وزارت د بشري منابعو له ریاست څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې په ترڅ کې مالي او اداري مرستیال د یادې ادارې له یو شمېر مراجعینو سره وکتل، د هغوی ستونزې، نظریات او وړاندیزونه یې واورېدل او د بشري سرچینو ریاست ټولو کارکوونکو ته یې لارښوونه وکړه، چې د مراجعینو چارو ته په ټاکلي وخت رسېدنه وکړي او د مراجعینو کار ته لومړیتوب ورکړي.
په ورته وخت کې مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم»  د بشري منابعو ریاست د سوانحو له څانګې څخه هم لیدنه وکړه او اړوندو چارواکو ته د سوانحو د آرشیف د ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
همدا راز مالي او اداري مرستیال د بشري منابعو ریاست مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د کرنې وزارت د کارکوونکو بشپړه سروې ترسره او هغو کارکوونکو ته چې روزنې ته اړتیا لري، ورته د وړتیالوړونې زمینه برابره کړي.

بازدید معین مالی و اداری از دفاتر ریاست منابع بشری 
۱۰ حوت ۱۴۰۲  هـ.ش
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ادامه بازدید از ریاست‌ها تحت اثر از ریاست منابع بشری این وزارت بازدید کرد.
معین مالی و اداری در جریان این بازدید با شماری از مراجعین ریاست متذکره دیدار کرده مشکلات، نظریات و پیشنهادات‌شان را استماع نموده و به تمام کارمندان ریاست منابع بشری هدایت داد که به امور مراجعین در زمان معین آن رسیدگی نمایند و کار مراجعین را در اولویت قرار دهند.
در همین حال ملا آغاجان آخند « حاجی سالم» معین مالی و اداری از شعبه سوانح ریاست منابع بشری نیز بازدید کرده و هدایات لازم را جهت بهبود آرشیف نگهداری سوانح سپرد.
 همچنان معین مالی و اداری به مسوولان ریاست منابع بشری هدایت داد که سروی سرتاسری را میان کارمندان وزارت زارعت انجام داده و به کارمندانی که نیاز به آموزش دارند  زمینه ارتقای ظرفیت فراهم نمایند.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۴۴
Background image

پکتیکا کې د کرنې ریاست او همکارو مؤسسو تر منځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په تالار کې د همکارو مؤسسو تر منځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د پکتیکا د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۴۲
Background image

دهلمند د کرنې ریاست او د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې تر منځ د همکارۍ د پراخېدو په اړه بحث وشو

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیازمحمد وهاج د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (یو.ان.ډي.پي) د سهیل لویدیځ زون له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۳۷
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالیو کې پر ۲۰۰ مستحقو بزګرانو دغنمو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو د ودې او حاصلاتو د زیاتوالي په موخه، د صبریو او یعقوبیو ولسوالیو ۲۰۰ مستحقو. . .

بازگشت