د نورستان دکرنې رییس د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې چارواکو سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۷ - ۱۱:۵۲
د نورستان دکرنې رییس د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې چارواکو سره وکتل

۷ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سلیمان ایمن په دې ولایت کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې چارواکو عدنان ساپی او مل پلاوي سره وکتل.
ددې کتنې په ترڅ کې د نورستان دکرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر محمدحنیف افغان، د حیواني روغتیا او مالدارۍ آمر ډاکټر بختیار، د طبیعي سرچینو آمر  ضیالدین جهاني هم شتون درلود.
د نورستان دکرنې رییس سلیمان ایمن نورستان  ولایت کی پر روانو پروژو، ستونزو، حل لارو ، کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو، ځنګلونو او څړ ځایونو پراختیا او ساتنې او یوشمېر نورو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
  په ورته وخت د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې چارواکو دخپلو کړنو راپور د نورستان دکرنې رییس ته وړاندې او په بېلابېلو برخو کې د بزګرانو او مالدارانو دملاتړ ژمنه وکړه.
د نورستان دکرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې د مرستندویو ادارو په همکارۍ په دې ولایت کې دکرنې په برخه کې پراختیایي پروژې پلي کړي، چې ورسره د بزګران اقتصادې ودې ته زمینه برابره او د دوی ستونزې هوارې شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت