د هلمند ولایت څلورو ولسوالیو کې د ٣٠٠ جریبه امارتي ځمکې د غصب مخه ونیول شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۷ - ۱۱:۲۷
د هلمند ولایت څلورو ولسوالیو کې د ٣٠٠ جریبه امارتي ځمکې د غصب مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
دهلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت د د ناوې، مارجې، واشېر او نهر سراج ولسوالیو کې د نږدې ٣٠٠ جریبه  امارتي ځمکو د غصب مخنیوی شوی دی .
د غصب د مخنیوی په دې کمپاین کې دناوې ولسوالی د الله نظر د پوستې کښته خواکې، د واشیر ولسوالی د مچرابې سیمه کې، نهرسراج ولسوالی خاورین سیمه کې او د مارجې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د نږدې ٣٠٠ جریبه امارتي ځمکو د غصب مخه نیول شوې ده.
د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په یادو ولسوالیو کې د سلګونه جریبه امارتي ځمکې د غصب مخنیوی شوی دی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۵۹
Background image

د امارتي ادارو د ویاندویانو همغږۍ غونډه کې د کرنې وزارت د ویاند ګډون

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او یاند، مولوي شیر محمد حاتمي، د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي ویاند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۶
Background image

لغمان کې پر یوشمېر بزګرانو د اصلاح شويو جوارو تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیوایف‌پي» په مالي ملاتړ او د افغانستان د نابینایانو مؤسسې«اې‌بي‌ام» په تخنیکي همکارۍ، د لغمان ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۴
Background image

د نورستان دکرنې ریاست چارواکي د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې مسؤلینو سره د راتلونکو پروژو په اړه خبرې وکړې

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» د ختیځ زون مسؤلینو د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له سرپرست، ډاکټر بختیار سعید سره وکتل او د کرنې او مالدارۍ. . .

بازگشت