لوګر کې ۱۱۸ ممیزخونې جوړې شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۳ - ۱۶:۳۹
لوګر کې ۱۱۸ ممیزخونې جوړې شوې

۳ تله ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له لارې په لوګر کې د ۱۱۸ ممیزخونو د جوړولو چارې بشپړ کړ. دغه ممیزخونې ددې ولایت په بره کي برک، څرخ، خوښی او محمدآغې ولسوالیو کې جوړې شوي دي.
ددغو ممیزخونو د جوړولو ۶۰ سلنه لګښت د کرنې وزارت او ۴۰ سلنه نور لګښت یې د برخمن شویو بڼوالو له خوا ورکړل شوي دي.
یاد ممیزخونې په دې ولایت کې د ممیزخونو د صنعت د ترویج، د بڼوالو د اقتصاد لوړولو او د انګورو باغونو د محصولاتو د ارزښت لوړولو په پار په معیاري او اسټنډرد ډول جوړې شوي دي. ددې ترڅنګ دغه ممیز خونې د معیاري او ښه کیفیت لرونکي ممیزو د تولید لامل کیږي او همداراز د انګورو د ضایعاتو مخه نیسي.

عصري ممیز خونې د بڼوالو په اقتصادي وده کې رغنده رول لوبوی، ځکه کوم ممیز چې په دغو ممیزخونو کې تولیدیږي له هغو ممیزو څخه چې، په دودیزه بڼه تولیدیږې څوچنده ښه کیفیت لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ایران د کرنې جهاد له وزیر سره وکتل

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد له وزیر او د افغانستان او ایران د اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فاریاب د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدین عمیر، فاریاب ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د ایران لوړپوړی پلاوی د کرنې جهاد د وزیر په مشرۍ کابل ته راورسېد

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په رسمي بلنه، د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړی پلاوی د ایران د کرنې جهاد وزیر. . .

بازگشت