کندهار کې د غنمو اصلاح شویو تخمونو له کښتونو څخه څارنه وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۱۱:۱
کندهار کې د غنمو اصلاح شویو تخمونو له کښتونو څخه څارنه وشوه

۶ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
دهلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د سوېل لویدیځ زون اصلاح شویو تخمونو ته دتصدیق ورکولو آمریت مسلکي کارمندانو له لوري کندهار ولایت کې د اصلاح شویو تخمونو شرکتونو له کرل شویو غنمو او دکندهار څېړنیز فارم کې د اصلاح شویو تخمونو له کښتونو څخه څارنه وشوه.
دغه څارنه په  کندهار ولایت کي د څېړنیز فارم پر ٥.١٥ جریبه ځمکې، صحرایي لوی کندهار شرکت ٥٤٤ جریبه ځمکې او احمدبریالي شرکت د ١٢٠ جریبه  د غنمو له اصلاح شویو تخمونو څخه ترسره شوه.  
دیادې څارنې پر مهال دمسلکي کارمندانو له لوري داړوندو کښتونو روزونکو بزکرانو ته دکښتونو دښې روزنې، پروخت داړتیا وړ اوبو  او ساتنې په موخه لازمې سپارښتنې او لارښوونې وشوې.
دیادوني وړده، چې یادو شرکتونو ته سږکال دهلمند ولایت کرنې ریاست له لوري اصلاح شوي تخمونه په واک کي ورکړل شوي دي، چې تر کرلو او ځانګړو مراحلو وروسته به ورڅخه زیات شمېر تخمونه په لاس راشي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت