د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګوالو د ستونزو د حل په پار هڅې

user-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۹:۳۹
د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګوالو د ستونزو د حل په پار هڅې

د کرنې او مالدارۍ سکتور د پانګوالو او متشبثینو د ستونزو د حل په موخه د هڅو په دوام د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې له یو شمېر غړو او پانګوالو  سره د خپل کار په دفتر کې وکتل او د دوی ستونزې یې واوریدې.
دغه لیدنه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې ترمنځ د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګوالو د ستونزو د حل او د کرنې وزارت او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک د چارو د تعقیب او تطبیق په موخه جوړه شوې وه.
په دې لیدنه کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو پانګوالو په بېلابېلو برخو کې خپل نظریات، وړاندیزونه او ستونزې د کرنې له وزیر سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
په ورته وخت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکتور په وده او پراختیا کې د پانګوالو رول مهم وباله او یادو سوداګرو ته یې د کرنې وزارت د امکاناتو په حدودو کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
په دې کتنه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي سلاکار عزیزالرحمن رحماني هم حضور درلود.

تلاش‌ها جهت حل مشکلات سرمایه گذاران سکتور زراعت و مالداری 
۳ حوت ۱۴۰۲ هـ.ش
به ادامه تلاش‌ها جهت حل مشکلات سرمایه‌گذارن و متشبثین سکتورهای زراعت و مالداری مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با شماری از سرمایه گذاران و اعضای اتاق زراعت و مالداری افغانستان دیدار کرده و مشکلات شان را استماع نمود.
این دیدار به منظور تقویت هماهنگی میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و اتاق زراعت و مالداری افغانستان جهت حل  مشکلات سرمایه گذاران سکتور زراعت و مالداری و تعقیب و تطبیق موارد تفاهم نامه امضا شده  میان وزارت زارعت و اتاق زراعت و مالداری افغانستان انجام شد.
در این دیدار سرمایه گذاران از ولایت‌های مختلف کشور نظریات، پیشنهادات و مشکلات خویش را در بخش‌های مختلف با وزیر زراعت شریک ساخته و خواستار حل آن شدند.
در همین حال مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری  نقش سرمایه گذاران را در رشد وانکشاف سکتور‌های زراعت و مالداری کشور مهم پنداشته و اطمینان هرنوع  همکاری را در محدوده امکانات وزارت زراعت به تجار متذکره سپرد.
در این دیدار عزیزالرحمن رحمانی مشاور مالی مقام وزارت زراعت، آبیاری و مالداری نیز حضور داشت.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت