مالي او اداري مرستیال د ځمکو چارو رییس سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۰:۴۲
مالي او اداري مرستیال د ځمکو چارو رییس سره وکتل

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملااغاجان اخند«حاجي سالم» د کرنې وزارت له رییسانو او چارواکو سره د لیدنې په لړ کې د کرنې وزارت د ځمکو چارو رییس مولوي محمود مظلوم سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
ددې کتنې په ترڅ کې دکرنې وزارت د ځمکو چارو رییس مولوی محمود مظلوم د دغه ریاست په مختلفو څانګو لکه د «ان،ټي،اې» په برخه کې د کارکوونکو د زیاتوالي، د کارکوونکو د سفريې، اضافه کارۍ، امتیازي معاشونو او داسې نورو موضوعاتو باندې خبرې وکړې.
په همدې حال کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستيال د اراضۍ رییس د خبرو اورېدو وروسته دوی سره د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت