کندهار کې دځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په پار هڅې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳۰ - ۱۲:۳۲
کندهار کې دځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په پار هڅې

٣٠ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
٨ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په پآر یې هڅې کړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام ددې ولایت د امارتي ځمکو دغصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې یوشمېر غړي  ارغنداب ولسوالی ته د سفر په ترڅ کې ددې ولسوالی له سیمه ییزو چارواکو سره د امارتي ځمکو دغصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په موخه خبرې وکړې.
په دې غونډه کې اړوندو چارواکو ته سپارښتنه وشوه، چې د خپل سرو تصرفاتو مخه دې ونیسي او هیچاته د امارتي ځمکو د پېر او پلور اجازه ورنکړي.
بلخوا ددې ولایت شاه ولیکوټ ولسوالی کې د امارتي ځمکې دغصب مخه هم نیول شوې ده.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې دکندهار ولایت هر ځای کې چې غېرمسوول اشخاص پراته دي، ټولوته مو له وړاندې د بېلابېلو لارو خبرتیاوي ورکړي چې د امارتي ځمکې پرېږدي، هغوی چې پرې کورونه او مېنې ابادې کړي د پلان سره سم به يې کورونه ړنګ او یادې سیمې به  ترې تخلیه شي.
د یادونې ده، چې کندهار ولایت کې رزګونه جریبه ځمکه غصب شوي دي، چې تر دې دمه په دې ولایت کې زرګونه جریبه غصب شوي امارتي ځمکه بېرته را ګرځول شوي دي او دا کمپاین په چټکۍ سره روان دی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۵۹
Background image

د امارتي ادارو د ویاندویانو همغږۍ غونډه کې د کرنې وزارت د ویاند ګډون

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او یاند، مولوي شیر محمد حاتمي، د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي ویاند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۶
Background image

لغمان کې پر یوشمېر بزګرانو د اصلاح شويو جوارو تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیوایف‌پي» په مالي ملاتړ او د افغانستان د نابینایانو مؤسسې«اې‌بي‌ام» په تخنیکي همکارۍ، د لغمان ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۴
Background image

د نورستان دکرنې ریاست چارواکي د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې مسؤلینو سره د راتلونکو پروژو په اړه خبرې وکړې

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» د ختیځ زون مسؤلینو د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له سرپرست، ډاکټر بختیار سعید سره وکتل او د کرنې او مالدارۍ. . .

بازگشت