د زیتونو ونو خوندیتوب په پارهڅې؛ کانال ریاست کې یې ونو ته پاملرنه زیاته شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۹ - ۱۴:۴۷
د زیتونو ونو خوندیتوب په پارهڅې؛ کانال ریاست کې یې ونو ته پاملرنه زیاته شوې

۲۹ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
زیتون له ارزښتناکو ګیاوو څخه دي، چې د هېواد په ختېځو ولایتونو کې یې ونې شتون لري.
کابو پنځه لسیزه مخکې د زیتونو فابریکې په جوړېدوسره د زیتونو بڼونه هم جوړل شول. په ننګرهار کې د زیتونو د کرکېله سیمه زرګونه هکټارو ته رسیږي، چې د ننګرهار په کانال کې شتون لري.
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم له دغو بڼونو څخه د لیدنې په ترڅ کې وویل، چې ددې شرکت اړوند په څلور ګونو فارمونو کې د زیتونو بڼونو د شنوبوټو او ونو پرېکول د قانون مطابق منع دی، او عاملین به یې عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي، ښآغلی کظیم وویل: «که کوم کس د زیتونونو بڼونه، مالټې بڼونو او یاد دکانال عامه ځایونوکې ونې پرې کړي نغدي جریمه او عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي کېږي.»
په هېواد کې زیتونو بڼونو ته د پاملرنې له امله ددې ګرانبیې مېوې حاصلات په زیاتېدو دي د ننګرهار ترڅنګ کندهار هم هغه ولایت دی، چې په دې وروستیو کې په کې د زیتونو حاصلات ښه شوي او د زیتونو کاروبار په غوړېدو ده.
زيتون پر دې سربېره چې خوندوره مېوه ده، د هډوکو د خرابېدو، د ځینو سرطانونو، د مفصلونو د درد او التهاب، د هاضمې سيستم د خرابوالي، حساسیتونو، د زړه او ګڼو نورو ناروغیو مخه نیسي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت