کندهار کې د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په پار هڅې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۹ - ۱۴:۲۳
کندهار کې د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په پار هڅې

۲۹ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ریاست اړوند غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په پآر یې هڅې کړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام ددې ولایت د امارتي ځمکو دغصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټه د ارغنداب ولسوالی اړوند د جوی لاهور په دښته او ددې ولایت د شاه ولیکوټ په ولسوالی کې لسګونه جریبه غصب شوي ځمکه، له غصبه خلاصه کړه.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې دکندهار ولایت هر ځای کې چې غېرمسوول اشخاص پراته دي، ټولوته مو له وړاندې د بېلابېلو لارو خبرتیاوي ورکړي چې د امارتي ځمکې پرېږدي، هغوی چې پرې کورونه او مېنې ابادې کړي د پلان سره سم به يې کورونه ړنګ او یادې سیمې به  ترې تخلیه شي.
د یادونې ده چې کندهار ولایت کې رزګونه جریبه ځمکه غصب شوي دي، چې تر دې دمه په دې ولایت کې زرګونه جریبه غصب شوي امارتي ځمکه بېرته را ګرځول شوي دي او دا کمپاین په چټکۍ سره روان دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت