د نیمروز دکرنې ریاست: د تاریخي ابداتو د ځمکو د غصب د مخنیوي په موخه د قلعه محمد  له تاریخي کلا څخه څارنه وسوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۹ - ۱۰:۲۹
د نیمروز دکرنې ریاست: د تاریخي ابداتو د ځمکو د غصب د مخنیوي په موخه د قلعه محمد  له تاریخي کلا څخه څارنه وسوه

۲۹ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د نیمروز ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس او ددې ولایت د ځمکې غصب مخنیوی کمېټې  مشر مولوی عبدالخالق «حکیم» په داسې حال کې، چې ددې ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس، الحاج مفتي حبيب‌الله  الهام او د کرنې ریاست د کادستر مدیر، انجنیر شیراحمد ورسره مل و، په زرنج ښار کې د تاریخي ابداتو د ځمکو د غصب د مخنیوي په موخه د قلعه محمد  له تاریخي کلا څخه څارنه وکړه.
د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رییس د تاریخي ابداتو ساتنه د هر افغان دنده یادوي او زیاتوي، اسلامي امارت په دې برخه کې هېڅ ډول هڅې نه سپموي. د ښاغلي الهام په خبره هڅه کوو ترڅو ژر تر ژره د همدې تاریخي کلا په تړاو اړوند اسناد راټول او د کلا په شاوخوا کې جوړي شوي استوګنیز کورونه خراب کړل شي.
یاده څارنه په داسې حال کې ترسره کیږي چې د تاریخي ابداتو د ساتنې او د امارتي د ځمکو د غصب د مخنیوي په تړاو د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله له لوري هم فرمان صادر شوی او د دغه فرمان د لا ښه پلي کولو په موخه، نیمروز ولایت کې پرله پسې هڅې ترسره شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت