د میدان وردګو سیداباد کې پر ۱۵۰ کورنیو د روب او مربا جوړولو توکي ووېشل شوې  

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۹ - ۱۰:۲۱
د میدان وردګو سیداباد کې پر ۱۵۰ کورنیو د روب او مربا جوړولو توکي ووېشل شوې  

د میدن وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د  دملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په مالي او د ودان پرمختیایي  مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د سیداباد ولسوالی ۱۵۰  کورنیو ته د روب، مربا او چارو جوړولو توکي ورکړل شوي دي.
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په یادو توکو کې هرې کورنۍ ته نهه قلمه توکې چې، په کې «د بخار دیګ، فنل، بالابر، شیشه یي مرتبان، سربازکن، ترازو، هوا کش، د لوښې مینځلو توکي او نور» شامل دې ورکړل شوي دي.
دغه راز له دغو توکو برخمن شوي کسانو ته د روب جوړولو،مربا او اچار جوړولو،  محصولاتو د ضایعاتو مخنیوی،  بازارموندنې او نورو اړونده موضوع ګانو په هکله عملي او نظري روزنه هم ورکړل شوي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۴
Background image

کرنې وزارت کې د بیرغ د پورته کولو مراسم ترسره شول

۲۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
 د کابل د فتحې د پنځمې کلیزې په مناسبت، د افغانستان اسلامي امارت د بیرغ د پورته کولو مراسم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ په حضور کې د دغه وزارت په انګړ کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

بازگشت