سږ کال په هېواد کې شاوخوا ۴۳ زره مټریک ټڼه د سټروسو مېوې راټول شوي

user-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۸ - ۸:۵۸
سږ کال په هېواد کې شاوخوا ۴۳ زره مټریک ټڼه د سټروسو مېوې راټول شوي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې او معلوماتو ریاست د شمېرو له مخې، په ټول هېواد کې شاوخوا ۴۳ زره مټریک ټنه د سټروسو مېوې (کینو، مالټه، نارنج او لیمو) راټول شوي دي.
د دغو شمېرو له مخې، سږ کال یو زره او ۵۴ هکتاره ځمکه د کینو او مالټو بڼونه پوښلې وه، چې به دغو بڼونو څخه ۱۲ زره او ۳۶۱ مټریک ټنه کینو او مالټې تولید شوي، چې ډېری یې د ننګرهار، لغمان او کونړ په ولایتونو کې دي.
همدارنګه سږ کال په ټول هېواد کې ۱۳۱۶ هکتاره ځمکه د نارنج بڼونه پوښلې وه، چې له دغو بڼونو څخه په ټول هېواد کې ۲۲ زره او ۹۰۸ مټریک ټنه نارنج تولید شوي، په ننګرهار ولایت کې د نارنجو بڼونه ډېر دي، همدارنګه په لغمان، کونړ او اروزګان ولایتونو کې هم نارنج ښې پایلې درلودې.
په ورته وخت کې په ننګرهار، لغمان، کونړ، اروزګان، تخار او کندوز ولایتونو کې سږ کال د لیمو ښه حاصلات شوي، چې په ټولیزه توګه ۷۵۱ هکتاره ځمکه د لیمو بڼونه پوښلې ده، چې له دغو بڼونو څخه اووه زره او ۷۲۵ مټریک ټڼه لیمو تولید شوي.
د سټروس مېوې چې کینو، مالټې، نارنج او لیمو پکې شاملې دي، تر ډېره په لغمان، کونړ او ننګرهار ولايتونو کې کرل کېږي.
ننګرهار د هېواد يو له ختيځو ولايتونو څخه دى، چې هوا يې د سټروسو مېوو د کښت لپاره غوره ثابته شوې ده.

امسال نزدیک به ۴۳ هزار متریک تُن میوه ستروس در کشور برداشت شده است

براساس آمار ریاست احصاییه و معلومات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری نزدیک به ۴۳ هزار متریک تُن میوه ستروس (کینو، مالته، نارنج و لیمو) در کشور حاصلات داشته است.
طبق این آمار، امسال یک‌هزار و ۵۴ هکتار زمین تحت پوشش باغ‌های کینو و مالته بوده که از این میان ۱۲هزارو ۳۶۱ متریک تُن کینو و مالته تولید شده است که بیشترین آن در ولایت ننگرهار، لغمان و کنر می باشد.
هم‌چنان در سال جاری، یک‌هزار و ۳۱۶ هکتار زمین را باغ‌های نارنج پوشش داده بود که از این میان ۲۲ هزارو ۹۰۸ متریک تُن نارنج در سراسر کشور تولید شده است، در ولایت ننگرهار باغ‌های نارنج به پیمانه زیاد بوده هم‌چنان در ولایت‌های لغمان، کنر و ارزگان نیز ناریج حاصلات خوب داشته است.
در همین حال، در سال جاری در ولایت‌های ننگرهار، لغمان، کنر، ارزگان، تخار و کندز لیمو حاصلات خوبی داشته، که به طور مجموعی ۷۵۱ هکتار زمین تحت پوشش باغ‌های لیمو بوده که از این میان هفت‌هزارو ۷۲۵ متریک تُن لیمو تولید شده است.
میوه‌های ستروس که مشمول کینو، مالته، نارنج و مالته استند، بیشتر در ولایت‌های لغمان، کنر و ننگرهار کشت و برداشت می‌شوند.
ننگرهار از ولایت‌های شرقی کشور است که آب و هوای آن برای پرورش میوه‌های خانواده ستروس مناسب ثابت شده است.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت