د هلمند ګرمسېر کې یوشمېر بزګر او بڼوال روزل کېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۱۴:۵۱
د هلمند ګرمسېر کې یوشمېر بزګر او بڼوال روزل کېږي

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند دګرمسېر ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت لخوا د یادې ولسوالی  بزګرو او بڼوالو ته د نباتي ناروغیو مخنیوی په اړه عامه پوهاوی ورکول کېږي.
 په دې لړ کې بزګرو ته د بېلابېلو نباتي ناروغیو مخنیوی او د  لایلم سلفر په نوم د حشراتو له منځه وړلو ترکیبي درملو دجوړولو او کارولو  په اړه  هر اړخیزې زده کړې ورکول کېږي.
د هلمند ولایت د کرنې ریاست هڅه کوي، چې د مرکز لښکرګاه په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو بزګرانو ته د زده کړو دغه لړۍ روانه وساتي ترڅو د ځمکوالو د حاصلاتو په بهبود کې نوښت رامنځه شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت