پروان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۱۴:۴۱
ssss

پروان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو ددې ولایت د تخنیکي پلاوي رییس مولوی محمد رحیم نعماني په مشرۍ غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د پروان  ځمکې غصب مخنیوی د کمېټې مشر مولوی محمد رحیم نعماني لارښوونکې وينا ترڅنګ د تېرې غونډي دپريکړو دتطبيق ارزونه وکړه.
په دې غونډه کې د تخنیکي غړو د سفرونو په هکله د خبرو اترو ترڅنګ د سیمینار لپاره هم کسان ور وپېژندل شول او هغه دوسیې، چې بررسي شوي ؤ د اوروستیو کړنو په موخه کمیسیون ته واستول شول او د کمیسیون له خوا پر استول شویو جدولونو هم کړنې تر سره شوې.
دغه راز یاد پلاوي د پروان والي الحاج مولوی عبدالعلي «قدرت الله امیني» سره په کتنه کې ددې کمېتې کړنې او لاسته راوړنې یې وسره شریکې کړې، چې د پروان والي د دوی کړنې وستایلې او د هر ډول همکاریو ډاډ یې ورکړ.
بايد وويل شي، چې د پروان ولايت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولايت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نيولي او ترڅنګ يې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت