د هلمند ناوه کې زرو تنو مالدارانو سره مرستې کېږي 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۹ - ۱۰:۵۶
د هلمند ناوه کې زرو تنو مالدارانو سره مرستې کېږي 

۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د  بشري خیریه مؤسسې په مالي همکارۍ د ناوې ولسوالی زرو تنو مالدارانو سره د مرستې په موخه د مستحقو کورنیو د سروې چارې پیل شوي دي. 
ددغو مرستو په لړ کې به د یادې  ولسوالی ١٠٠٠ کورنیو ته د څارویو  خوراکه، د حیواني ناروغیو مخنیوی درمل او د اړتیا وړ واکسینونه ووېشل شي.
د یادولو وړ ده، چې ددې مرستې د وېش په موخه د مستحقو کورنیو د سروې لړۍ د یو ګډ پلاوي لخوا پیل شوې، چې د سروې تر بشپړېدو وروسته به یادې مرستې مستحقو کورنیو ته ووېشل شي .
هلمند کې د کرنې ریاست هڅه کوي ترڅو د بېلابېلو برنامو له لارې د بزګرو او مالدارو لاسنیوی وکړي ترڅو ددوی په کرنیز اقتصاد کې بهبود او نوښت رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت