پکتیا کې د طبي بوټو خوندیتوب او ودې په پار هڅې
۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ه.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د طبیعي سرچینو آمریت کارکوونکو لخوا د دې ولایت د ډنډ پټان ولسوالی مقام کي د طبي بوټو د اهمیت استعمال او ساتنې په موخه ځای خلکو، قومي مشرانو، سپینږیرو او ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړل شوي دي.
ددې پروګرام په ترڅ کې ګډونوالو ته د طبي بوټو د اهمیت، ساتنې او ودې په هکله هراړخیز معلومات وړاندې شوي دي.
ددې پروګرام موخه د طبي بوټو خوندیتوب او دغه راز ودې او پراختیا ته یې زمینه برابرول دي.