نادعلي ته د هلمند دکرنې رییس سفر

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۹ - ۱۰:۱۵
نادعلي ته د هلمند دکرنې رییس سفر

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیازمحمد وهاج نادعلي ولسوالی ته د سفر په ترڅ کې ددې ولسوالی له سیمه ییزو چارواکو سره وکتل. 
ښاغلی وهاج په یاده ولسوالی کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی په اړه له مسؤلینو سره خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل، ترڅو د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیسي.
په ورته وخت کې د یادې ولسوالی مسؤلینو د هلمند دکرنې رییس ته ډاډ ورکړ چې د یادو املاکو د غصب څخه دساتنې په برخه کې به پوره همکاري کوي.
ددې ترڅنګ د هلمند دکرنې رییس په نادعلي ولسوالی کې د کرنې او مالدارۍ د ودې او پراختیا په برخه کې د مسؤلینو وړاندیزونه او ستونزې واوریدې او د حل په برخه کې یې ورته د اصولي کړنو ډاډ ورکړ.
بلخوا د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی نیاز محمد وهاج د مرکز لښکرګاه د زړې کلا سیمې له اوسیدونکو سره په کتنه کې د زړې کلا سمیه کې دکرنې ریاست د غصب شوې ځمکې په هکله خبرې وکړې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت