لغمان کې پر یوشمېر بزګرانو د شنوخونو اړونده توکي ووېشل شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۹ - ۱۰:۲۱
لغمان کې پر یوشمېر بزګرانو د شنوخونو اړونده توکي ووېشل شوې

 د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د مرکز مهترلام د «نانکزایې، داد محمدکلا، میدانۍ، بصرام او بدیع الاباد» کلیو پر یوشمېر بزګرانو د شنوخو نو اړونده توکي وېشل شوي دي.
ددغو توکو په وېش غونډه کې د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی محمد ولي محسن وویل، چې پر دغو بزګرانو د شنوخونو اړونده شپږ ډوله توکي وېشل شوي دي، چې ورسره به د دوی اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.
ښاغلی محسن دغه راز یادو بزګرانو ته وویل: «په هره برخه کې، چې ستونزه لرئ موږ سره یې شریکه کړئ، ترڅو ورته دحل لار پیدا کړو.»
په همدې حال کې له دغو مرستو برخمن شوي بزګران د لغمان دکرنې ریاست له خدماتو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې خپل مسوولیت په سمه توګه ترسره کوي.
باید وویل شي، چې د یادو بزګرانو د وړتیالوړونې په موخه دوی د شنوخو د کارونې او په شنوخونو کې د کرکیلې په موخه روزل شوي هم دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت