لغمان کې د څړځایونو بیارغونې په پار هڅې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۱:۴۱
لغمان کې د څړځایونو بیارغونې په پار هڅې

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په همکارۍ ددې ولایت د طبیعي سرچینو او څړځایونو د خوندیتوب او بیارغونې په پار هلې ځلې پیل کړي دي.
ددغو هلو ځلو په ترڅ کې د لغمان قرغه یې ولسوالی ګنداب کلي کې د یو حشر په ترڅ کې د توتانو ۵۰۰ نیالګي کښېنول شوي دي او ترڅنګ یې په یاده سیمه کې د غوړاسکو ۳۰ کیلوګرامه تخمونه او ۵۰۰ کیلو د وحشي رشقې تخمونه هم کرل شوي دي.
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هلې ځلې کوي، چې د همکارو مؤسسو او ددې ولایت د خلکو په همکارۍ ددې ولایت طبیعي سرچیني خوندي او بیا رغولو ته یې زمینه برابره کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت