د هلمند دکرنې ریاست: دګرشک نیالګیو روزلو قوریه کې د لمریزې برېښنا سیستم فعال شو
۱۷ سلواغه ۱۴۰۲ه.ش
۲۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د ګرشک ولسوالی د نیالګیو روزلو قوریه کې د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د هلمند د کرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې قوریې د نیالګیو د ښې روزنې او پالنې په موخه د اوبولګولو لمریزه برېښنا جوړه او ګټې اخستنې ته سپارل شوی دی.
ددې لمریزې برېښنا په کارولو سره به د نوموړیو نیالګیو او نورو کرنیزو کړنو په برخه کې د اوبو ستونزه حل او پر وخت به د یادې قوریې د نیالګیو اوبه لګونه ترسره شي او ترڅنګ به ئې په را روان ۱۴۰۳ کال کې په زیات شمېر زینتي او مېوه لرونکو نیالګي هم تولید او پر بزګرانو به ووېشل شي.