هلمند او کندهار ولایتو کې د غنمو ٦٨٠ جریبه اصلاح شویو تخمونو له کروندو څخه څارنه وشوه 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۷ - ۱۴:۲۰
هلمند او کندهار ولایتو کې د غنمو ٦٨٠ جریبه اصلاح شویو تخمونو له کروندو څخه څارنه وشوه 

۱۷ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
هلمند کې د اصلاح شویو تخمونو د کروندو د څارنې په لړ کې، دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍریاست لخوا، د سوېل لویدیځ زون د اصلاح شویو تخمونو تصدیق ورکولو امریت د مسلکي مامورینو له لوري د هلمند ولایت ناوې ولسوالی کې د هلمند مثمر د اصلاح شویو تخمونو شرکت د غنمو له ٢٦٠ او د کندهار اصلاح شویو تخمونو ٤٢٠ جریبه کروندو څخه لیدنه وشوه.
یادو شرکتونو  ته سږکال د هلمند ولایت کرنې ریاست له لوري اصلاح شوي تخمونه په واک کې ورکول شوي دي، ترڅو هغه په خپلو ځمکو کې وکري او بیا یې د ځانګړو پړاونو له بشپړېدو وروسته ترې اصلاح شوي تخمونه ترلاسه کړي.
دهلمند ولایت د کرنې ریاست مامورینو لخوا دغو بزګرو ته د څارنې پر مهال په بېلابېلو برخو کې د ښو تخمونو لاسته راوړلو په موخه لازمې لارښؤنې وشوې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت