د هلمند څلورو ولسوالیو کې د لسګونه جریبه امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۷ - ۱۰:۴۶
د هلمند څلورو ولسوالیو کې د لسګونه جریبه امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

۱۷ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
هلمند کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
د دغو هلو ځلو په دوام دهلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنیوی تخنیکي پلاوی په لارښوونه ددې ولایت د نهرسراج، ناوې، واشېر او باغران ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د نوو خپلسرو تصرفاتو مخه ونیول شوه.
د غصب د مخنیوي په دې کمپاین کې، د یادو ولسوالیو امنیتي او د کرنې چارواکو برخه اخیستې وه، چې د ګڼو اشخاصو او افرادو لخوا په امارتي ځمکو نوې جوړېدونکي دیوالونه ړنګ او په سیمه کې د هر ډول خپلسرو تصرفاتو په کلکه مخنیوی وشو.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم هلمند کې د سلګونه جریبه ځمکي د غصب مخنیوی شوی دی او لا هم دا لړۍ ادامه لري.
بلخوا د هلمند دکرنې ریاست ددې ولایت د نوزاد په ولسوالی کې د طبیعي ځنګل د ونو پرېکولو په تور یوتن د یو عراده مازدا موټر سره یوځای نیولی دی.
د چارواکو په خبره د یادې ولسوالی په مربوطه سیمو کې یو تن د غرني ځنګل طبیعي ونې پرې کړې وې چې د یادوونو د انتقال پر مهال نوموړی کس او اړونده مازدا موټر د پرې شویو ونو سره یو ځای د امیتي مسؤلینو په همکارۍ نیول شوي او اړونده عدلي او قضایي ادارو ته ور پېژندل شوی دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت