د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ترکیې د اسلامي همکاریو سازمان له استازي سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۷ - ۱۰:۲۶
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ترکیې د اسلامي همکاریو سازمان له استازي سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د خپل کار په دفتر کې د ترکیې د اسلامي همکاریو د سازمان د بشري مرستو د څانګې له رییس خلیل ابراهیمي سره وکتل.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال په دې غونډه کې وویل، چې د افغانستان کروندګر او مالداران لا زیاتو مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري او اړتیا ده، چې د کروندګرو او مالدارانو پر پښو د درولو په پار د دوی لاسنیوی ووشي.
دغه راز ښاغلی عثماني زیاته کړه، چې د امارت په بریا سره د نشه یي توکو کښت بند شوی او خلک حلال کښت ته مخه کړي، نو اړتیا ده چې خیریه بنسټونو او مؤسسې دې ددې هېواد له بزګرانو سره مرستې او همکارۍ وکړي ترڅو له بېوزلۍ او ستونزو خلاص شي.
په پای کې د ترکیې د اسلامي همکاریو د سازمان د بشري مرستو د څانګې مشر خلیل ابراهیمي له افغان بزګرانو او مالدارانو سره د بشري مرستو د دوام او زیاتوالي په اړه خبرې وکړې.

دیدار معین زراعت و مالداری با نماینده سازمان همکاری اسلامی کشور ترکیه
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با خلیل ابراهیمی مسوول بخش کمک‌های بشردوستانه سازمان همکاری اسلامی کشور ترکیه دیدار کرد.
معین زراعت و مالداری در این مجلس گفت که دهقانان و مالداران افغانستان بیشتر نیازمند کمک و حمایت می‌باشند و لازم است که برای سرپا استاد شدن این خانواده دست شان گرفته شود.
 همچنان آقای عثمانی افزود که با پیروزی امارت کشت مواد مخدر منع شده و مردم بیشتر به کشت حلال روی آورده‌اند، بناء ضرورت است که نهادها و سازمان‌های خیریه به دهقانان این ملک کمک نمایند تا از محتاجی و مشکلات خلاص شوند.
در اخیر خلیل ابراهیمی مسوول بخش کمک‌های بشردوستانه سازمان همکاری اسلامی کشور ترکیه صحبت نموده و از ادامه و افزایش کمک‌های بشری به دهقانان و مالداران افغانستان سخن گفت.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۱۵
Background image

لغمان کې یوشمېر شنوخونو لرونکو ته د نباتي درملو شیندلو پمپونو مرسته ووېشل شوه

۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د پراختیایي بودیجې له لارې، د ۳۱۴ زره او ۸۰۰ افغانیو په ارزښت ۲۰ شنوخونو لرونکو ته د ۲۰ لیتره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۱۳
Background image

لغمان کې د یوې پروژې له لارې ۲۷۰ جریبه جبه‌زاره ځمکه د نباتاتو د هر ډول کر لپاره اصلاح کېږي

۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بودیجې له لارې د لغمان د کرنې ریاست اړوند د ځمکو د زهکشۍ پروژه، چې ټول ارزښت یې ۶۲۲ زره افغانۍ ده،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۱:۲۱
Background image

له کندهاره تر قطره؛ د کرنیزو صادراتو نوې دروازه پرانیستل شوه

۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې په همغږۍ او د یوه خصوصي شرکت په مالي ملاتړ، قطر هېواد. . .

بازگشت