دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال د نږدې درې میلیونه ډالرو په ارزښت دکرنیزو پروژو پرانیسته وکړه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۷ - ۹:۱۲
معین زراعت و مالداری وزارت زراعت به ارزش نزدیک به ۳ میلیون دالر پروژهای زراعتی را افتتاح کرد 

د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ولایت په سروبي ولسوالی کې د ۲ میلیونه او ۸۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د کرنې، اوبولګولو، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخه کې یوشمېر ټولګټې پروژې، چې د روپاني بنسټ له خوا د کرنې وزارت په همکارۍ پلې شوې پرانیستل.
 د دغو پروژو د پرانېستې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په خپلو خبرو کې د راتلونکو فعالیتونو په پلي کولو سره پر نویو هیلو خبرې وکړې: 
«دا زموږ مسؤلیت دی چې د اړو خلکو پوښتنه وکړو او د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړو، په همدې موخه موږ هڅه کوو، چې هغه پروژې پلي کړو، چې روڼتیا ولري او خلکو ته اغېزمنې تمامې شي. زموږ ټوله هڅه د حلال، سالم، معیاري او لوړ کیفیت لرونکي څارویو خوراکي توکو چمتو کول دي.له نېکه مرغه زموږ د بزګرانو او بڼوالو محصولات د اروپا، امریکا او اسیا قارو هېوادونو ته صادرېږي، هلې ځلې کوو، چې د سړخونو په جوړولو، د محصولاتو د معیاري کولو مرکزونو او د باکیفیته محصول په تولید سره ددغو صادراتو کچه لوړ کړو، د روپاني بنسټ له لورې د جوړشویو پروژو ساتنه وکړئ په راتلونکي کې نورې پروژې هم درته راوړو.»
د روپاني بنسټ مسوول انجنیر حامد رحماني د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې د دغو پروژو ټولیز لګښت دوه میلیونه او ۸۰۰ زره امریکایي ډالرو ته رسېږي، چې له دې ډلې د اتو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او د شپږو نورو پروژو کار نوی پیل شوی دی. «کومې پروژې، چې په ۲۰۲۳ ام کال کې یې چارې بشپړ شوي دي اته پروژې دي، چې نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.» 
د روپاني بنسټ د مسوولینو په وینا، په پلي شویو پروژو کې د فرمان بیګ سیمې دګرګري استنادي دېوال جوړول، د فرمان بیګ د اوبو زېرمه، د تورکې د اوبو لګولو کانال او د تورکې د اوبو زېرمه، د انارو بڼ جوړول او د مومند دهي په سیمه کې د لمریز سیسټم نصبول، د نغلو او سرچینو په سیمه کې د سړوخونو جوړول او د سروبي ۴۰ کلیو اوسیدونکو لپاره شخصي بڼونه جوړول شامل دي. 

د دغو پروژو لګښت یو میلیونه او ۸۰۰ امریکایي ډالرو ته رسېږي، چې د د خوړو نړیوال سازمان «دبلیو.اف.پی»  او د کرنې وزارت له خوا تمویل او د روپاني خیریه بنسټ له خوا پلې شوي دي.
د بشپړو شویو پروژو کار ۹ میاشتې وخت ونیوه او په دې موده کې د سیمې څه باندې ۲ زره اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې وه او د ۸۵۰۰ افغانیو په بدل کې یې کار کړی دی.
په ورته وخت کې د روپاني بنسټ مسوول انجنیر حامد رحماني د هغو پروژو په اړه خبرې وکړې چې د پلي کېدو په حال کې ده: «کومې پروژې، چې سږکال د روپاني بنسټ له خوا پلي کېږي، لګښت یې یو میلیونه ډالرو ته رسېږي، چې په کې د ناګمان د اوبو زېرمه، د کب روزنې پنځه فارمونه جوړول، د نیالګیو کېنولو لپاره ۸۰۰ غوچوړې کیندل، ۸۵۸ کورني باغچې جوړول او د سروبي پر یوشمېر اوسیدونکو د لاسي کراچیو وېش شامل دي، چې کارنه یې پیل شوي دي او ورسره به زرو کسانو ته د کارزمینه برابرېږي.»
په دې پروګرام کې د سروبي ولسوالی يو شمېر سيمه ييزو چارواکو، لسګونو مشرانو، مخورو او ځايي اوسېدونکو ګډون کړى و.


معین زراعت و مالداری وزارت زراعت به ارزش نزدیک به ۳ میلیون دالر پروژهای زراعتی را افتتاح کرد 
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، به ارزش ۲ میلیون ۸۰۰ هزار دالر امریکایی چندین پروژه عام‌المنفعه زراعتی، آبیاری، باغداری و مالداری را  که از سوی بنیاد روپانی در همکاری وزارت زراعت  در ولسوالی سروبی ولایت کابل تطبیق شده است افتتاح نمود.
در محفل افتتاح این پروژه‌ها مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری به ایراد سخن پرداخته و از امید‌های آینده در راه‌اندازی فعالیت‌های دیگر خبر داد:" این مسوولیت ماست که از مردم نیازمند پرسان کنیم و به مشکلات شان رسیدگی کنیم، همین‌گونه کوشش می‌کنیم که پروژه‌هایی که دارای موثریت و شفافیت باشد به مردم تطبیق شود، همه تلاش ما برای این است که خوراک حیوانی حلال، صحی، معیاری و باکیفیت به مردم برسد، خوشبختانه که محصول دهقان و باغداران ما به کشورهای مختلف در قاره‌های اروپا، آمریکا و آسیا صادر میشود، کوشش داریم که با  اعمار سردخانه‌ها، مراکز معیاری سازی محصولات و تولید محصول باکیفیت این را بیشتر بسازیم، از پروژه‌های اعمار شده روحانی محافظت کنید در آینده نیز پروژه‌های بیشتر به شما می‌آوریم".
انجینیر حامد رحمانی مسوول بنیاد روپانی در مورد فعالیت‌های شان معلومات داده گفت که هزینه این پروژه‌ها در مجموع به ۲ میلیون ۸۰۰ هزار دالر آمریکایی می‌رسد که کار ۸ پروژه‌ آن تکمیل و بهره‌برداری سپرده شد و کار ۶ پروژه دیگر آن تازه افتتاح گردید"پروژه‌هایی که در سال ۲۰۲۳ کار  آن تکمیل گردیده است و امروز به بهره‌بردای سپرده شد شامل ۸ پروژه می‌باشد".
به گفته مسوولان بیناد روپانی پروژهای تطبیق شده شامل  اعماردیوار استنادی گرگری منطقه فرمان بیگ، ذخیره‌آب فرمان بیگ، کانال آبیاری تورکه و ذخیر آب تورکه، احداث باغ انار و نصب سیستم سولری در منطقه مومن دهی، اعمار سردخانه در منطقه نغلو و سرچینو،  احداث باغ‌های شخصی میوه برای باشنده‌های ۴۰ قریه سروبی می‌باشد.
پول این پروژه‌ها به ۱ میلیون ۸۰۰ هزار دالر آمریکایی میرسد که تمویل کننده آن سازمان غذایی جهان (WFP) و وزارت زراعت می‌باشد و تطبیق کننده آن بنیاد خیریه روپانی است. 
کار پروژه‌هایی تکمیل شده مدت ۹ ماه را در برگرفت  و در این مدت برای بیش از ۲ هزار تن از باشنده‌های محل مصروفیت کاری مساعد مساعد شده و در بدل ۸۵۰۰ افغانی کار نموده‌اند.
 در همین حال انجنیر حامد رحمانی مسوول بنیاد روپانی از پروژهای در حال تطبیق این پروژه سخن زده افزود" پروژه‌هایی امسال از سوی بنیاد روپانی تطبیق می‌گردد و کار آن افتتاح گردید حدود ۱ میلیون دالر هزینه دارد که شامل احداث ذخیره آب قریه ناگمان، احداث ۵ فارم ماهی پروری، احداث ۸۰۰ چقرک برای غرس نهال، احداث ۸۵۸ باغچه‌های خانگی،  توزیع کراچی دستی برای باشنده‌گان سروبی می‌باشد و برای ۱ هزار تن زمینه مصروفیت فراهم میشود".
در این برنامه ولسوالی ولسوالی سروبی، شماری از مسوولان محلی، ده‌ها تن از بزرگان، متنفذین و باشنده‌گان محل حضور داشتند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۸ - ۱۰:۵۵
Background image

د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د ستونزو د حل په موخه د اراضۍ رياست څخه تخنيکي پلاوی بغلان ولايت ته سفر وکړ


۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی رياست څخه د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د ستونزو د حل په موخه تخنيکي پلاوی بغلان ولايت ته سفر وکړ.
په. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۵:۵
Background image

د ننګرهار درېیو ولسوالیو کې ۲۶۰ بېوزله کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا په موخه خوسۍ ووېشل شوې

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ډاکار خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او  ډانېډا په ۶.۵ میلیونه افغانیو مالي لګښت. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۴:۵۴
Background image

د ننګرهار دکرنې رییس؛ تردې وروسته به د کرنې په سکتور کې د اړتیا په اساس پروژې ډیزاین او پلي کېږي

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د اقتصاد رییس مولوي عطاالرحمن فاتح او ورسره مل پلاوي د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن سره د کرنې او. . .

بازگشت