هلمند کې پر ۳۶۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۲
هلمند کې پر ۳۶۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د افغانانو لپاره د ډنمارک کمېټې «ډاکار» په تخنیکي همکارۍ د هلمند مرکز لښکرګاه ترڅنګ ددې ولایت د ناوې او نهرسراج ولسوالیو پر ۳۶۰ مستحقو بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل کړی دی.
د هلمند کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د غنمو دغه اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې هغو بزګرو ته ورکول کېږي، چې تر دې وړاندې ورته د سویابینو تخمونه ورکول شوي ؤ. 
د یادو مرسته په ترکیب کې هر کرونده ګر ته ٥٠ کیلو ګرامو د غنمو اصلاح شوی تخم، ٥٠ کیلو تور او ٥٠ کیلو سپینه سره ورکول کېږي.
د دې مرستې د وېش موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې د دوی د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی له لارې د یاد بزګرانو عوایدو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت