هلمند کې زرو تنو مالدارانو ته د څارویو خوراکي توکو د وېش تر څنګ روزنه ورکول کېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۱۰:۱۷
هلمند کې زرو تنو مالدارانو ته د څارویو خوراکي توکو د وېش تر څنګ روزنه ورکول کېږي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د بشري خیریه مؤسسې په همکارۍ، ددې ولایت په مرکز لښکرګاه کې ١٠٠٠ تنو مالدارانو  سره د حیواني خوراکې د مرستې ترڅنګ د روزنې لړۍ پیل شوی دی. 
د یاد روزنیز پروګرام له لارې نوموړیو مالدارانو ته د څارویو د ښې روزنې، د ناروغیو مخنیوي او درملنې، د محصولاتو راټولولو او بازار ته د وړاندې کولو او د کیفیت او کمیت له پلوه د حیواناتو د روزلو په اړه زده کړې هم ورکول کېږي.
همدارنګه یادو مالدارانو  ته د روزنیز پروګرام په وروستیو کې  د اړتیا وړ د څارویو خوراکي توکي هم وېشل کېږي.
بلخوا د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د افغانانو لپاره د ډنمارک کمېټې «ډاکار» په تخنیکي همکارۍ د هلمند ولایت د مارجې ولسوالی ۹۰ تنو بزګرانو او مالدارانو سره د بېلابېلو توکو مرسته وشوه. 
د یادې مرستې په لړ کې هربزګر ته د شېدو د انتقالولو ډبه، د شړومبو لمریزه ډبه، فلزي سطل او د درمل شیندلو ډبه شامل دي.
نوموړو بزګرو او مالدارانو ته تر دې وړاندې د مالدارۍ په برخه کې زده کړې ورکړل شوې وې چې دامهال ورته یاد توکي ووېشل شول. 
دهلمند ولایت د کرنې ریاست هڅه کوي، چې په دې ولایت کې کرنې او مالدارۍ ته د بېلابېلو پروګرامونو له لارې  وده او پراختیا ورکړي، ترڅو د کورنيو محصولاتو صادرات مو پیاوړي او د بې کیفیته وارداتو کچه ټیټه شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت