د کرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست د ځمکوالۍ معلوماتي سيستم او د ځمکو بانک رییس معرفي شو 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۱۱:۳۵
د کرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست د ځمکوالۍ معلوماتي سيستم او د ځمکو بانک رییس معرفي شو 

۱۶ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مقام په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء د ۳۴۷۵ کڼې، حکم پر بنسټ انجنیر احسان الله الهام په دويم بست کې د اراضۍ ریاست د ځمکوالۍ معلوماتي سيستم او د ځمکو بانک د رییس په توګه وګمارل شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د کرنې وزارت د ځمکو چارو رییس مولوي محمود مظلوم اخندزاده، د جیودیزي او کدستر او د استملاک او بيا مېشتېدنې رييسانو تر څنګ د اراضۍ رياست د مختلفو څانګو مسوولينو هم ګډون درلود، چې د نوي رییس د مقررۍ حکم د جیودیزي او کدستر رییس مولوي سعيد الرحمن مظهري لخوا قرائت شو.
په پیل کې د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم د ځمکو معلوماتي سيستم او د ځمکو بانک رياست نوی مسئول انجنير احسان الله الهام ته مبارکی وویله او د دغه ادارې له ټولو مسوولينو څخه وغوښتل، چې له نوي ګمارل شوي رییس سره همکاري وکړي.
همدارنګه ښاغلي مظلوم د اراضۍ رییس ددې ریاست د راتلونکو فعاليتونو او اجرااتو په اړه خبرې وکړې او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس د هېواد په کچه د ټولو ځمکو د سروې او تصفيې په موخه يې مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې له نورو امارتي ادارو سره په پوره توګه همکاري وکړي.
ورپسې د اراضۍ رياست د مختلفو څانګو مسوولينو په خپل وار خبرې وکړې او د کار د ښه والي په موخه يې خپل نظرونه هم شريک کړل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت