ننګرهار کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۱۱:۸
ننګرهار کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

۱۶ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د نیالګیو کېنولو کمپاین په داسې حال کې پیل شو چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د ننګرهار مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري، د ننګرهار دکرنې رییس مولوي عبدالستار محمد، دتخمونود تصدیق رییس مولوي صدیق الله، د غیر رسمي ساحو د ثبت رییس مولوي عبدالصمد پاڅون، د چاپېریال ساتنې رییس انجنیر فیروز محمدزي، ننګرهار کرنې ریاست امرینو او د رسنیو استاذو هم شتون درلود.
دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني له ولسونو غوښتنه وکړه، چې د نیالګیو د کرلو او پاللو کې پوره برخه واخلي ترڅو هېواد مو زرغون، اباد او سمسور شي.
نوموړي ولایتي مسولینو ته د نیالګیود لایحې او طرزالعمل له مخې د وېش سپارښتنې وکړې.
دننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې سږکال دننګرهار په امارتي او خصوصي قوریو کې ۵ میلیونه،۳۶۳ زره او ۲۳۶  اصله ونې او بوټې روزل شوي، چې له دې ډلې څخه ۲ میلیونه، ۲۲۲ زره او ۸۶ اصله یې مېوه لرونکي، ۲ میلیونه ۳۵۷ زره او ۵۵۳ بې مېوې او ۷۸۳ زره او ۵۹۷ اصله زینتي بوټې اونیالګي دي، چې د طرزالعمل او لایحې له مخې عامو خلکو او ادارتو ته ورکول کېږي. 
د ننګرهار دکرنې رییس دغه راز وویل، چې د ننګرهار کرنې ریاست د نیالګیو په ۳روزنځایونو  کې ۳۲۵ زره  او ۳۴۶ اصله نیالګي روزل شوي او کرته چمتو دي.
په پای کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال او ورسره نورو چارواکو د څو نیالګیو په اېښودلو سره د نیالګیو د وېش لړۍ رسمآ پیل کړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت