هلمند کې یوشمېر حیواني او نباتي درمل پلورنځۍ او قصابۍ وڅارل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۴ - ۱۰:۴۰
هلمند کې یوشمېر حیواني او نباتي درمل پلورنځۍ او قصابۍ وڅارل شوې

۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت مسلکي کارکوونکو لخوا په دې ولایت کې یو شمېر حیواني او نباتي درملتونونه او قصابۍ وڅارل شول.
د یادې څارنې په ترڅ کې اړونده درمل پلورونکو ته سپارښتنې وشوې ترڅو د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو له پېر او پلور څخه ډډه وکړي، د درملتونونو او وترنریو پاکوالي ته پاملرنه وکړي او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس د درملتونونو جوازونه نوي کړي.
د دغې څارنې او ارزونې څخه موخه داده ترڅو د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو د پلور مخه ونیول شي،  په خپل سر ددرمل پلورنځیو پرانستلو او د غير قانونې درملو مخنيوي وشي.
دغه راز ددې څارنې په ترڅ کې یو اندازه تاریخ تېر درمل هم  راټول شول.
همدارنګه يو شمېر هغه هټۍ چې د فعاليت د جوازونو وخت يې تېر و او یایې جوازونه نه درلودل  سپارښتنه ور ته وشوه، چې خپل  جوازونه واخلي او یایي  نوي کړي او هغه درمل پلورنځي چې غیر مسلکي کسانو پکې کار کاوه ورته لازمې سپارښتنې وشوې.
په همدې حال کې د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ خدمتونو او څارويو روغتيا امریت مسلکي کارمندانو لخوا مرکز لښکرګاه ښار کې  له یو شمېر قصابیو څخه هم څارنه او ارزونه ترسره شوه. 
د دغې څارنې او ارزونې موخه د خرابو او غیر صحي غوښو د پلور مخنیوی او اړونده قصابانو ته په مسلخ (مذبح) کې د څارویو د حلالولو توصیه ده.  

ددې څارنې په ترڅ کې د کرنې ادارې مسلکي کارکوونکو لخوا د  قصابیو اړوندو هټیوالو ته لازمې سپارښتنې وشوې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت