د هرات والي: یو متر دولتي ځمکه د غاصبینو په لاس کې نه پرېږدو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ - ۱۴:۲
د هرات والي: یو متر دولتي ځمکه د غاصبینو په لاس کې نه پرېږدو

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
 د هرات د والي شیخ اسلام جار، د کرنې، عدلیې، ښار جوړونې، ښاروالۍ، استخباراتو، مستوفیت، حج او اوقافو رئیسانو او د امنيت امر په حضور کې غونډه جوړه شوه او د غاصبینو پر وړاندې د جدي مبارزې په اړه خبرې وشوې.
 د هرات والي شیخ اسلام جار وايي چې د غاصبینو پر وړاندې د حکومت کار پرېکنده دی او موږ به یو متر دولتي ځمکه هم د غاصبینو په لاس کې پرې نه ږدو.
 په دې کتنه کې د هرات والي ټینګار وکړ چې که غاصبین د ولسوالانو او نورو چارواکو له حکم سره مخالفت کوي، باید ولایت ته معرفي شي.
 په همدې حال کې د هرات د کرنې رييس وايي چې د دولتي املاکو د  استرداد او مخنيوي کميسيون له لارې؛  ۲۵۹ زره ۳۶۴ جریبه عامه  ځمکه، ۱۲۴ زره ۵۲۵ جریبه امارتي ملکیتونه تثبیت شوي او دغه راز ۱۰۶ زره ۷۳۴ جریبه ځمکه د هيئت تر څېړنې لاندې ده.
 په دې غونډه کې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون غړو ټینګار وکړ، چې هیچا ته باید د څړځآیونو د کرلو اجازه ورنکړل شي.
باید وویل شي، چې هرات کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۵
Background image

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې پلاوي د کندهار څېړنیزو فارمونو څخه لیدنه وکړه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» چارواکو د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوهکران او سبو څېړنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار دوو ولسوالیو کي د ځنګلي بوټو ساتنې او پوهاوي په موخه څارنه ترسره شوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبري لاندي، د سپین بولدک او پنجوائې ولسوالیو د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او د ځنګلونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار ژړۍ کې ۱۳۰ اړمنو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د کندهار کډوالو. . .

بازگشت