د هلمند د بولان څېړنیز فارم کې لسګونو خلکو ته د کار زمینه برابره شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۹ - ۱۰:۵۲
د هلمند د بولان څېړنیز فارم کې لسګونو خلکو ته د کار زمینه برابره شوې

٩ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
١٧ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولايت د مرکز لښکرگاه کې ددې ریاست اړوند بولان څېړنیز فارم د بېلابېلو برخو د رغولو چارې په چټکۍ روانې دي.
یاد څېړنیز فارم چې د هېواد په کچه څلورم څېړنیز فارم دی، په نږدې ٢٨٣ جریبه ځمکه کې جوړ دی چې، پکې په ګڼو نباتاتو او مېوو د مسلکي کارکؤنکو په مټ  څېړنې ترسره کېږي، چې بیا د همدې فارم د مثبتو پایلو لرونکي تخمونه او مېوه لرونکو نیالګیو نسلونه د ترویج او تکثیر په موخه بزګرو او تصدیو ته په واک کې ورکول کېږي.
په دغه فارم کې د هلمند ولایت د مقام په همکارۍ  دا مهال نږدې ٦٥ بیکاره ځوانانو او کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې ده چې هر یوه تن ته د ورځې ١٠ کیلوګرامه خوراکي غنم ورکول کېږي.
یاد کارګران د مسلکي کارکؤنکو تر څارنې او نظارت لاندې په بېلابېلو برخو کې کار کوي، چې په ترکیب کې یې د تجربوی غنمو څخه د بیکاره وښولیرې کول، په تجربوي غنمو کې د بدلو غنمو له منځه وړل، د فارم د اوبولګولو عمومي او فرعي لښتیو پاکول، د بڼونو د ځمکې اړول او نرمول،  دمېوه لرونکو بڼونو ښاخبري ترسره کول، په کرنیزو تجاربو کې د ځمکې هوارول او جیوې جوړول او همدارنګه د فارم په تجاربو کې د اوبو لګول شامل دي.
دهلمند د کرنې ریاست   هڅه کوي، چې د موسم سره سم د فارم نورو برخو کې هم بهبود او نوښت راولي ترڅو په معیاري ډول د اصلاح شویو تخمونو څېړنو ته لا ښه زمینه برابره شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت