کندهار کې له سیمه ییزو وټرنرانو سره د اړینو توکو مرسته وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۹ - ۱۰:۴۴
کندهار کې له سیمه ییزو وټرنرانو سره د اړینو توکو مرسته وشوه

٩ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
١٧ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق 
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په همکارۍ ددې ولایت پر يوشمېر سیمه ییزو وټرنرانو  د څارویو درمل او اړین توکي وېشلي دي.
د کندهار دکرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت چارواکي وایي، چې په دغو وېشل شویو توکو کې ٤٧ قلمه درمل،٤٣ قلمه لوجستیکي اجناس، ٥٤ قلمه ډول دول تخنیکي توکي او موټر سایکیلونه شامل دي.
د چارواکو په خبره یاد وټرنران، چې د شپږ میاشتنۍ درسي او عملي زده کړو وروسته فارغ شوي دي، د کندهار ولایت په  درېیو ولسوالیو میوند، خاکریز او ارغستان کې به د حیواني کلينيکونو له لارې خلکو ته چوپړتیاوې وړاندې کوي.
ددغو مرستو موخه د مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې ددې ولایت د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت