لوګر کې پر سلګونو کاریګرو د کار په بدل کې نغدې پیسې ووېشل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۹ - ۱۰:۱
لوګر کې پر سلګونو کاریګرو د کار په بدل کې نغدې پیسې ووېشل شوې

٩ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
١٧ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولايت د برکي برک په ولسوالی پر هغو کاريګرو چې، ددې ولسوالی په بېلابېلو سيمو کې یې، په پراختیایي پروژو  کې کار کړی ؤ نغدې پيسې وېشل شوي دي.
  د چارواکو په خبره ددې پروسې په ترڅ کې پر ۷۷۸ تنه کاریګرو ۶میلیونه ۲۱ زره ۷۲۰ افغانیو په  ارزښت،میاشتني معاشونه وېشل شوي دي.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو آمر نصیرالدین بهیج وویل، چې یادې پروژې دکرنې مدیریت تر څار لاندې، د برکی برک ولسوالی  په بېلابېلو سیمو کې پیل شوي،چې مالي اوتخنیکي چارې یې د (آر.آر.اې.اې) مؤسسې له لوري سمبال شوي دي.
په یادو کرنیزو پروژو کې ۷۷۸ تنه په کار بوخت دي، چې هر یوه کاریګر ته ۷ زره ۷۴۰ افغانۍ د میاشتني معاش په توګه ورکول کېږي.
ددغو پروژو د پلي کولو موخه په دې ولایت کې د موسمي اوبو مدیریت، د کرنې ودې او پراختیا ته زمینه برابرول او په ټوله کې خلکو ته دکار زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت