د قوش‌تېپې کانال شاوخوا ځمکې څخه د اغېزمنې استفادې دعملیاتي پلان د نهايي کولو په موخه غونډه دائره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۱۵:۱۷
د قوش‌تېپې کانال شاوخوا ځمکې څخه د اغېزمنې استفادې دعملیاتي پلان د نهايي کولو په موخه غونډه دائره شوه

۷ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني په مشرۍ؛ د قوش‌تېپې کانال په چارو کې د اړوندو اداراتو او دکرنې وزارت د کارپوهانو په ګډون د قوش تېپې کانال څخه د اغیزمنې استفادې د عملیاتي پلان د وروستي کولو په موخه غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې د کرنیزو ځمکو د ډل بندۍ، د کرنیزو کمپلکسونو، د اوبو لګولو د کوچنیو کانالونو، د ساتل شویو سیمو او د عملیاتي پلان پر طرحې خبرې اترې او د نظرونه تبادله وشوه. 
د قوش‌تېپې د اوبو لګولو لوی کانال د هېواد په شمال کې د اوبو د لېږد تر ټولو لویه پروژه ده، چې د امو له سرحدي سیند څخه د ۱۰ میلیارد متر مکعبه اوبو د لېږد وړتیا لري.
د قوش‌تېپې کانال په بشپړېدو سره به د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو ۵۵۰ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي.
د قوش‌تېپې کانال په شاوخوا کې له ځمکې څخه معقوله او اغېزمنه ګټه اخیستنه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ته سپارل شوې ده، چې په همدې موخه د کرنې وزارت چارواکي په عملیاتي پلان  کار کوي، ترڅو د تطبیق پړاو ته ورسېږي.

جلسه به‌منظور نهایی‌سازی پلان عملیاتی استفاده موثر از زمین‌های اطراف کانال قوش تپه دایر گردید
۷ دلو ۱۴۰۲ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور نهایی‌سازی پلان عملیاتی استفاده موثر از زمین‌های اطراف «کانال قوش‌تپه» به سرپرستی مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری با اشتراک متخصصین وزارت زراعت و اداره‌های ذیدخل در وزارت زراعت دایر گردید.
در این جلسه روی دسته‌بندی زمین‌های زراعتی، کمپلکس زراعتی، کانال‌های کوچک آبیاری، ساحات محافظت شده و طرح پلان عملیاتی بحث تبادل نظر صورت گرفت.
کانال بزرگ آبیاری قوش‌تپه، بزرگترین پروژه انتقال آب در شمال کشور است که ظرفیت انتقال ۱۰ میلیارد متر مکعب آب از رودخانه مرزی آمو را دارد.
 پس از تکمیل ساخت کانال قوش تپه ۵۵۰ هزار هکتار زمین در ولایت‌های بلخ، جوزجان و فاریاب آبیاری خواهد شد.
استفاده معقول و موثر از زمین‌های اطراف کانال قوش تپه به دوش وزارت زراعت، آبیاری و مالداری سپرده شده است، که مسوولان وزارت زراعت روی طرح پلان عملیاتی کار می‌نمایند  تا به مرحله اجرا برسد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۸:۴۶
Background image

د جلغوزیو ځنګلونو د شخړو د حل په پار الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو ته د لغمان دکرنې رییس سفر

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د ولایتي ګډ پلاوي په ملتیا الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو ته سفر وکړ، څو د جلغوزیو ځنګلونو د حاصلاتو د شخړو د حل په موخه له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۸:۴۴
Background image

جوزجان ولایت ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر 

د مالدارۍ او د حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر په مشري یو پلاوی، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مقام د سلاکارانو میرویس خوگیاني او ولي وزیري، په ملتیا جوزجان ولایت ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۸:۲۵
Background image

امام صاحب ولسوالی ته د کندز دکرنې رییس سفر 

د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی نیاز محمد عابد د یوې پلاوي په مشرۍ د کرنې او مالدارۍ سکتور ستونزو ارزونې او همدارنګه د ولسوالی له سیمه ییزو چارواکو سره د لا ښه همغږۍ. . .

بازگشت