هلمند کې زرګونو بزګرانو ته د زده کړو لړۍ پیل شوې ده 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۹:۵۷
هلمند کې زرګونو بزګرانو ته د زده کړو لړۍ پیل شوې ده 

دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت په مرکز لښکرګاه، نهرسراج، ګرشک، سنګین، ګرمسېر، نادعلي، واشېر، مارجه، دیشو، باغران، ناوه میش، موسی کلا، خانشین، کجکي او نوزاد ولسوالیو کې نږدې ۴۳ زره او ۳۲۶  بزګرو ته د اصلاح شویو غنمو د کروندو د ښې روزنې په اړه زده کړې ورکول کېږي.
دغه زده کړې هغو بزګرانو ته په لاره اچول شوي دي، چې څه موده وړاندې ورته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورکړل شوې وه.
د دې زده کړو په لړ کې یادو بزګرانو ته د نوې او پرمختللې کرکېلې لارې چارې، د غنمو کروندو ته د اړتیا وړ اوبو او کیمیاوي سرې ورکؤنې، د نباتي ناروغیو مخنیوی، د بې ګټې وښو له منځه وړلو او حاصلاتو راټولولو په اړه د مسلکي کارکؤونکو لخوا پوهاوی شامل دی.
د هلمند ولایت د کرنې اداره تل هڅه کوي ترڅو د بزګرو د مسلکي وړتیاؤ لوړولو په موخه د ښې کرکېلې په برخه کې د بېلابېلو برنامو له لارې دوی ته د ظرفیت لوړنې په برخه کې د عملي او نظري زده کړو زمینه برابره کړې ترڅو د پخوا په پر تله یې په حاصلاتو کې زیاتوالی راشي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په نندارتون کې د څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
په کابل کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د نړۍوال نندارتون له پای ته رسېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس، خان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له لوري د تخار د کرنې ریاست د فعالیتونو ارزونه

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۶
Background image

د ننګرهار په کوټ ولسوالی کې ۳۰ اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا»مؤسسې  په مالي ملاتړ، د کوټ ولسوالی ۳۰. . .

بازگشت