د مالدارۍ او لبنیاتو سکتور د ځان بسیاینې په موخه د هر اړخیزې پالیسۍ د جوړولو په موخه غونډه دائره شوه

user-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۹:۳۶
د مالدارۍ او لبنیاتو سکتور د ځان بسیاینې په موخه د هر اړخیزې پالیسۍ د جوړولو په موخه غونډه دائره شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په مشرۍ د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذکرالله ذاکر او د دې ریاست د مسوولینو په ګډون د مالدارۍ او لبنیاتو سکتور د ځان بسیاینې په موخه د هر اړخیزې پالیسۍ د جوړولو په موخه غونډه دائره شوه.
دا پالیسي د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او په کور دننه تولید شوي تازه شیدو او نورو لبني محصولاتو ته د بازار موندنې په موخه د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال د شفاهي لارښوونې پر بنسټ جوړېږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مخکې له دې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پنځه کلنه طرحه کې هم د مالدارۍ سکتور او لبنیاتو د تولید د پیاوړتیا په موخه  پلان ترتیب کړی و.

جلسه به منظور تهیه  پالیسی جامع جهت خودکفایی سکتور مالداری و لبنیات دایر گردید

جلسه به سرپرستی مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با اشتراک مفتی ذکرالله ذاکر رییس عمومی مالداری و صحت حیوانی و مسوولین این ریاست، به‌منظور تهیه پالیسی جامع جهت خودکفایی سکتور مالداری و لبنیات دایر گردید.
این پالیسی به منظور تقویت سکتور مالداری و بازاریابی برای شیر تولید تازه داخلی و دیگر لبنیات به اساس هدایت شفاهی معاونیت اقتصادی ریاست الوزرا ساخته می‌شود.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری پیش از این در پالیسی پنج ساله وزارت زراعت، آبیاری و مالداری نیز طرح را به هدف تقویت سکتور مالداری و تولید لبنیات ترتیب نموده بود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت